د غبرګولي میاشتې په ۲۳مه د یکشنبې پر ورځ د فراه ولایت لاش‌او جوین ولسوالي له درې ورځې کلابندۍ او له نېږدې ۳۰سرتېرو له وژل کېدو وروسته د وسله‌والو طالبانو له لوري ونیول شوه، یوه ورځ وروسته د دغه ولایت انار‌دره ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ولوېده. له دغو نښتو وروسته امنیتي ځواکونو د انار درې په شمال کې د پوځ په یوه بېز کې د کلابندو سرتېرو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي په پار د دغه ولایت پشت‌کوه ولسوالي د فراه ښار ته ولېږدوله او په همدې توګه دغه درې ولسوالۍ د وسله‌والو طالبانو لاس ته ولوېدې.

ورکړل شوي معلومات ښيي چې د دغو درې ولسوالیو د سقوط ترشاه د ایران د سپاه پاسداران لاس و او دغه هېواد د پیسو، درنو او سپکو وسلو په وېشلو سره د فراه ولایت د جګړې مدیریت پرغاړه اخیستی دی.

یوه سرچینه سلام‌وطندار ته وایي چې د فراه ولایت د لاش‌او جوین، انار دره او پشت‌کوه ولسوالۍ د جګړې او د ولسوالیو د سقوط مدیریت د وسله‌والو طالبانو د درېو قومندانانو راشد، شکور بریالی او سردار شکون پرغاړه وو چې په مستقیمه توګه د ایران د سپاه پاسداران له لوري یې ملاتړ کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوکذپاڼه وڅارئ

د معلوماتو پر بنسټ، یوه شپه وروسته له هغې چې د لاش‌او جوین ولسوالي د وسله‌والو طالبانو لاس ته لوېږي، د سپاه پاسداران له لوري د ایران له پولې په شپږو «ټویټا» ډوله موټرو کې سپکې او درنې وسلې، چاودېدونکي توکي او نور مهمات دغې ولسوالي ته لېږدوي او طالبانو ته یې تسلیموي. د سرچینې په وینا، په دغو وسلو کې «ټوپکونه، پیکا، ۸۲میلي متري توپونه، چاودېدونکي توکي او د چورلکو ضد پرمختللې وسلې وې چې د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې ور څخه کار اخیستل کېږي.»

په ورته مهال فراه کې یوې بلې سرچینې ویلي چې هغه چاودېدونکي توکي چې د دغه ولایت د انار درې ولسوالي ودانۍ پرې الوزول شوې، د ایران د سپاه پاسداران له لوري وسله‌والو طالبانو ته ورکړل شوې وه.

سرچینه زیاتوي، طالبانو اوس د فراه پر مرکز د بریدونو تابیا نیسي. د سرچینې په خبره، د طالبانو له لوري د فراه د لاش‌او جوین او پشت‌کوه ولسوالیو له نیولو سره اوس ایراني نظاميیان کولای شي چې په اسانۍ سره د نیمروز ناامنه خاشرود، د هلمند ولایت او له هغه ځای څخه د افغانستان مرکزي ولایتونو ته ځان ورسوي.

په همدې حال کې یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چې ایراني پوځیانو د طالبانو په ملاتړ د هرات ولایت له شنډنډ ولسوالي سره ګاونډ کې د انار دره ولسوالي ځکه تر خپل کنټرول لاندې راوستې چې له دې لارې وکولای شي، د هرات شینډنډ او له هغه ځای څخه غور، فاریاب او بادغیس ولایتونو ته ځانونه ورسوي.

ایران په افغانستان کې د داعش ډلې د نفوذ د مخنیوي او په لوېدیځ زون کې د اوبو بندونو د مدیریت په هڅه کې دی.

 په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو استازي د لاش‌او جوین، انار دره او پشت‌کوه ولسوالیو کې د جګړې تر شاه د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو لاس لرل تاییدوي او وایي، په دغو ولسوالیو کې جګړه د ایران له لوري مدیریت کېږي.په ولسي جرګه کې د فراه ولایت استازی همایون شهیدزاده سلام‌وطندار ته وایي، اسناد او کره راپورونه ښيي چې په لاش‌او جوین ولسوالي کې جګړه، د ایراني پوځیانو له لوري پر مخ بېول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د نوموړي په وینا، وروسته له هغې چې طالب ډلې او د ایران پوځیانو د لاش‌او جوین ولسوالي ونیوله، د جګړې په ډګر کې یې د ټپي شويو سرتیرو درملنه د همدې ولسوالي په روغتیایي مرکزونو کې وکړه. نوموړی زیاتوي چې د لاس ته راغلو سندونو له مخې، پر لاش‌او جوین ولسوالي د طالبانو له برید وړاندې، ۳۰۰ ایراني پوځیان چې ګڼ‌شمېر یې ایران کې مېشت افغان کډوال وو، د ایران له پولې لاش‌او جوین ولسوالي ته راغلي وو او له طالبانو سره یوځای د امنیتي ځواکونو پر وړاندې جنګېدل.

د ولسي جرګې دغه غړی ټينګار کوي چې ایران په لوېدیځه حوزه کې د داعش د راټوکېدو له وېرې او د کمال‌خان، سلما او بخش‌اباد بندونه تر خپلې ولکې لاندې د راوستو لپاره، غواړي د وسله‌والو طالبانو په مرسته دغه سیمې په خپل کنټرول کې وساتي.

همایون شهیدزاده وایي، سندونه ښيي چې وسله‌وال طالبان هرڅومره وسلې او مهماتو ته چې اړتیا ولري، د ایران له لوري ورته پرته له ځنډه چمتو کېږي. نوموړی زیاتوي چې د افغانستان اوسنۍ جګړه له طالب سره نه، بلکې د سیمې له اسخباراتو په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان سره ده چې دغه جګړه د افغانستان له وس او توانه وتلې ده.

په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د فراه د خلکو یو بل استازی عبدالستار حسیني په لوېدیځه حوزه کې ایران تل د وسله‌والو طالبانو پر ملاتړ تورن کړی دی. نوموړي له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل، هغه سندونه چې ده ترلاسه کړي، ښيي چې د لاش‌او جوین ولسوالي جګړه د ایراني جنرالانو له لوري مدیریت کېږي او عملانآ په د هغ ولایت کې ایراني پوځیان په جګړه بوخت دي.

نوموړی هم وایي چې ایران د لاش‌او جوین ولسوالي له سقوط وروسته وسله‌والو طالبانو ته په ۶«ټویټا» ډوله موټرو کې وسلې او چاودېدونکي توکي دغې ولسوالي ته لېږدولي دي. هغه زیاته کړه چې د دغو وسلو ډېری یې پرمختللي دي او د چورلکو د راپرځولو لپاره ترې ګټه اخیستل کېږي.

د فراه والي: مونږ له نااعلان شوې استخباراتي جګړې سره مخامخ یو

د فراه والي مسعود بختور هم په دغه ولایت کې د جګړې تر شاه د ایران لاس لرل تاییدوي او له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وایي چې د افغان امنیتي ځواکونو جګړه له طالبانو سره نه، بلکې د کاونډیو او د سیمې له استخباراتو سره ده.

د فراه والي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د لاش‌او جوین ولسوالي په جګړه کې ایراني پوځیان لاس لري،؟ وایي چې په دې برخه کې باید د حکومت مرکزي چارواکي خپل نظر څرګند کړي او والیان په دې برخه کې نه شي کولای خپل نظر وړاندې کړي.

مسعود بختور زیاتوي چې امنیتي ځواکونه د مجبورۍ له کبله اړ شوي چې د دغه ولایت په انار دره او پشت‌کوه ولسوالۍ کې خپلې پوستې طالبانو ته پرېږدي.

د فراه والي ډاډ ورکوي چې امنیتي ځواکونه د لاش‌او جوین، انار دره او پشت‌کوه ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره چمتو دي او اوس مهال امنیتي ځواکونه د ولسوالیو د بېرته نیولو پر پلان کار کوي.

 نوموړی د دغه ولایت په ولسوالیو کې امنیتي ستونزې مني او ټينګار کوي چې امنیتي ځواکونه د دغو ستونزو د دفاع وړتیا لري او کولای شي، د سیمې امنیت خوندي کړي.

سلما بند د طالبانو تر کلابندۍ لاندې؛ ایران په دې لټه کې دی چې د طالبانو په ملاتړ د سلما بند د اوبو مدیریت تر خپلې ولکې لاندې راولي.

د هرات په چشت ولسوالي کې یوې محلي سرچینې ویلي چې طالبانو د هرات اوبه، د فراه لاش‌او جوین د غور تولک او شهرک ولسوالیو له نیولو وروسته، اوس یې په یو ډول د چشت ولسوالي او د سلما بند کلابند کړي دي.



د سلما بند د کنډک قومندان الله‌محمد همدرد له سلام‌وطندار سره په خبرو کې ویلي چې اوس د چشت په ختیځ کې د «دره تخت» سیمه د وسله‌والو طالبانو تر ولکې لاندې ده او د دغه بند په شمال کې د غور شهرک او تولک، سوېل کې د لاش‌او جوین او په لوېدیځ کې د هرات اوبه ولسوالۍ پرتې دي چې ټولې یې د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

همدرد که څه هم د سلما بند د ساتنې اړوند ځواکونو له لوړې روحیې ډاډ ورکوي، خو وایي چې په وروستیو اوونیو کې د سلما بند پر امنیتي پوستو د وسله‌والو طالبانو د بریدونو ګواښونه ډېر شوي دي.

همدرد زیاته کړه چې له یوې میاشتې راهیسې د هرات محلي چارواکو څخه غوښتنه کوي چې د سلما بند د ساتنې لپاره کومانډو او ځانګړي ځواکونه سیمې ته واستوي، خو وایي چې تراوسه یې په دې برخه کې کره ځواب نه دی ترلاسه کړی.

د سلما بند د کنډک قومندان وایي، اړتیا ده چې د سلما بند د ساتنې لپاره مرستندویه ځواکونه ورواستول شي، څو دغه ځواکونه د سلما بند شاوخوا کلیو کې ګزمه وکړي او طالبان دغو سیمو کې ځای پر ځای نه شي، نوموړی زیاتوي که چېرته مرستندویه ځواکونه سیمې ته ونه لېږدول شي، کنډک کې مېشت ځواکونه نه شي کولای چې نېږدې کلیو کې ګزمه وکړي.

هغه زیاته کړه چې اوس د سلما بند د ساتنې په موخه په هر۱۰ کیلو مټرۍ کې امنیتي پوستې جوړې شوي، خو له دې سربېره اړتیا ده چې د سلما بند شاوخوا کلیو کې ګزمې وشي او دغه ولسوالي ته نور ځواکونه واستول شي.

د سلما بند د ساتنې کنډک قومندان په دغه ولسوالي کې د ایران له لوري د طالبانو ملاتړ او د دغې ډلې له لوري د سلما بند د اوبو د مدیریت د ترلاسه کولو لپاره هڅې تاییدوي.

په ورته مهال په هرات کې یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته ویلي چې ایران د هرات د چشت ولسوالي د ګاونډیو ولسوالیو په نیولو سره په دې هڅه کې ده چې طالبان د سلما بند تر خپلې ولکې لاندې راولي او هر وخت چې ایران اوبو ته اړتیا درلوده، په خپله خوښه به د سلما بند اوبه ایران ته ورخوشې کوي.

په همدې حال کې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، د وسله‌والو طالبانو د ځپلو لپاره په دغه ولایت کې د پام وړ سرتیري شتون لري او د اړتیا په صورت کې به دغه ځواکونه د هرات ولسوالیو ته لېږدول کېږي.

د هرات په غوریان ولسوالي کې د ایراني پوله ساتو ځواکونو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو د چورلکو د نیولو بوږنونکې کیسه.

طالبانو د روان کال د وري په ۱۹نېټه د هرات په غوریان ولسوالي کې د «موسي‌اباد» په سیمه کې د پوله‌ساتو ځواکونو پر ټولي سربېره د دغه ولایت په کهسان ولسوالي کې د «کمانه» په نوم پر ټولي هم برید وکړ او دواړه ټولي یې تر خپلې ولکې لاندې راوستل.

په هرات کې یوې محلي سرچینې ویلي چې په «موسی‌اباد» سیمه کې د پوله‌ساتو ځواکونو په ټولي کې ۲۰ امنیتي ځوکونه وو چې د طالبانو د برید په پایله کې یې ۱۶سرتیري ژوندي ونیول شول او ۳یې د طالبانو له لوري ووژل شول چې یو بل سرتیری لا ورک دی.

په همدې حال کې د «کمانه» په نوم ټولي کې بیا ۱۷ سرتیري وو چې ۹ طالبانو ژوندي ونیول او ۸ نور یې ورک شول. له هغې پېښې اوس نېږدې دوه میاشتې تېرېږي او په هرات کې یوه محلي سرچینه یې په اړه زړه بوږنونکې کیسه لري.

دغه سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، سلام‌وطندار ته وایي چې د پوله ساتو ځواکونو دغه بېزونه د ایران په ملاتړ د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د سرچینې په وینا، کله چې طالبانو د غوریان ولسوالي په «موسي‌اباد» سیمه کې د پوله‌ساتو ځواکونو پر ټولي برید وکړ. افغان هوایي ځواک یې د ملاتړ لپاره ورغلل، خو د ایران پولې ته نېږدې د دغه هېواد د پوله‌ساتو ځواکونو له لوري د یوې ځانګړې الې «دستګاه» په وسیله یې د افغان هوایي ځواکونو چورلکې تر خپل  کنټرول لاندې راوستې.

سرچینه وایي، په دغه شپه افغان هوایي ځواکونو له عملیات پرته په ستونزمنه توګه خپلې چورلکې د ایراني پوله‌ساتو ځواکونو له کنټروله د باندې کړې او ۲۰۷طفر قول اردو ته بېرته وګرځېدې. سرچینه زیاتوي، کله چې افغان پيلوټانو چورلکې راښکته کړې، د دوی له غوږونو او پوزې څخه وینې روانې وې چې وروسته بیا یوه اوونۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې وو.

د سرچینې په وینا، کشفي راپورونو ښودلې چې دغه اله «دستګاه» د روسیې له لوري د ایران پوله‌ساتو ځواکونو ته ورکړل شوې ده.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي د افغانستان روانه جګړه د کاونډویو هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان له لوري نااعلان شوې جګړه بولي او وایي چې دغه هېوادونه نه غواړي د خپلو ګټو په خاطر افغانستان کې سوله او ټيکاو رامنځ ته شي.

دوی وایي، له اوسني ناورین څخه د وتلو یوازینۍ لار، د افغانانو یووالی او راویښېدل دی.

د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي ایران او پاکستان د افغانستان ناسم ګاونډیان بولي او وایي چې دغو دواړو هېوادونو د وروستیو څو لسیزو په ترڅ کې افغانستان سره سم ګاونډیتوب نه دی کړی. د لوېدیځې حوزې اوسېدونکي له افغانانو غواړي چې د پردیو هېوادونو د ګټو لپاره دې خپل هېواد نه وېجاړوي.

بل‌خوا هرات کې د ایران کنسلګري چې د لوېديځې حوزې د ولایتونو استازیتوب کوي، له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل چې د فراه په لاش‌او جوین ولسوالي په جګړه کې دوی لاس نه لري او نه یې په دې برخه کې وسله‌والو طالبانو ته وسلې او نور پوځي توکي ورکړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام