Asset 1SWN

ننګرهار؛ د پاکستان ویزې نوبت اخیستو لپاره ګڼه‌ګوڼه کې ۱۱ مېرمنې مړې شوي

121966849_3513718128672047_1415112632809115009_o-ox8a118c78ovj98at2mkfbg5dsll0aqmtpsyn8z0k4

 

د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، د پاکستان کونسلګرۍ کې ویزو پسې ورغلې ۱۱ مېرمنې د ډېرې ګڼې‌ګوڼې له کبله مړې شوي او ۱۲ کسان ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د ملکي روغتون ویاند ګلزاده سنګر وايي، دغه شمېر مړي او ټپيان د چهارشنبې په سهار جلال‌اباد حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.

دولسو ټپيانو کې هم یوازې درې نارینه او پاتې نهه مېرمنې دي چې د ځینو وضعیت ښه نه دی.

ننګرهار کې یوې امنیتي سرچینې هم دا خبر تایید کړی دی.

له اوږد قرنتین وروسته ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ د ویزو ورکړه پیل کړې.

ولسي وګړي وايي، د ویزې اخيستونکيو ډېروالي او د کونسلګرۍ او د ننګرهار چارواکيو د ناسم مدیریت له کبله ویزه اخيستو کې رشوت او واسطې اوج ته رسېدلي چې بیا دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

 

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام