د ننګرهار چارواکي وايي، ناپېژنده وسلهوالو نن سهار په دغه ولایت کې په څلورو جلا پېښو کې د پولیو څلور رضاکاران وژلي او درې یې ټپیان کړي دي. دا پېښې د ننګرهار په سرهرود او خوږیاڼو ولسوالیو او جلالاباد ښار کې د سهار له اوو بجو تر نهو بجو پورې شوې دي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت مسوول ډاکټر جانمحمد سلاموطندار ته ویلي چې وسلهوالو نن سهار د خوږیاڼو ولسوالي په چمتلې سیمه کې د پولیو پر دوو واکسیناتورانو ډزې کړي چې له کبله یې یو وژل شوی او بل ټپي دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، وسلهوالو د همدې ولسوالي په کږې بازار کې هم یو واکسیناتور وژلی دی. ډاکټر جانمحمد دغه راز زیاته کړه، د ننګرهار په سرهرود ولسوالي کې هم دوه واکسیناتوران وژل شوي دي.
- د پولیو اړوند د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان پر کار د روغتیا وزارت نیوکه
- ننګرهار کې ناپېژانده وسلهوالو ۳ واکسیناتورانې وژلي
- ننګرهار کې د واکسیناتورانو ترور؛ په مرکز او دوو ولسوالیو کې واکسین ځنډېدلی
نوموړي وویل، دوه نور واکسیناتوران د جلالاباد ښار په درېیمه ناحیه کې هم تر وسلهوال برید لاندې راغلي او ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې ټول وژل شوي او ټپیان د پولیو واکسین رضاکار کارکوونکي دي. د پولیو واکسین تېره ورځ په ننګرهار کې پیل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو برخه پر ټویټر هم وڅارئ
د ننګرهار د عامې روغتیا مسوولانو خبر ورکړی چې له دغو پېښو وروسته یې په مرکز جلالاباد او ولسوالیو کې د واکسین کمپاین ځنډولی دی.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل بیا پر خپل رسمي ټویټر په دغه ولایت کې د یوه واکسیناتور د وژل کېدو او پنځو ژوبلېدو خبر ورکړی دی.
تر اوسه د دغو تازه پېښو مسوولیت کوم چا یا وسلهوالې ډلې نه دی منلی.
دا په داسې حال کې ده چې په ننګرهار کې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې هم د پولیو درې ښځينه کارکوونکې په ډزو وژل شوې وې.