د خوست د امنیې قومانداني وياند طاهر احرار وايي، دا پېښه تېر ماښام شپږنیمې بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې يو ځوان چې تازه له طب پوهنځي څخه فارغ شوی و، وژل شوی او د دواړو لوريو شپږ کسان ټپيان شوي دي.
د خوست د امنیې قومانداني ویاند زیاتوي چې د پېښې په تړاو یې دوه کسان نیولي او اوس ترې پوښتنې ګروېګنې روانې دي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
هغه وايي، امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې سیمې ته ورغلي او ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدولي دي. احرار د شخړې پېښېدو د لامل په اړه څه نه وايي.