د کندهار د ټرافیکو مدیریت په یوه کال کې ۲۴۷ میلیونه عواید ټول کړي

د کندهار د امنیې قومانداني ویاند اسدالله جمشېد سلام‌وطندار ته ویلي چې د دغه ولایت د ټرافیکو مدیریت په ١٤٠٢ کال کې ٢٤٧ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي.
د نوموړي په وینا، په یادو عوایدو کې درې میلیونه، ۴۵ لکه او ۷۸۰۰ افغانۍ د موټرچلولو لایسنس د وېش، پنځه میلیونه، شپږ لکه، ۷۳ زره او ۶۰۷ افغانۍ د جوازسیرونو د وېش او ۹۹۰۵۰ افغانۍ هم له لیني ټکسي څخه را ټولې کړې دي.

شنونکي: له افغانستان سره د اوزبکستان اقتصادمحوره تګلاره مهمه ده

د اوزبکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی چې د دغه هېواد د کابینې غړي او د خصوصي سکټور استازي په‌کې شامل دي، د سه‌شنبې په ورځ کابل ته راغی.
د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د دغه پلاوي مشري کوي. یاد پلاوي تراوسه له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د هغه له مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

د وروستیو اورښتونو زیانمن له سړې هوا او د اوسېدو ځای نه لرلو شکایت کوي

د روانې اوونۍ د دوشنبې او سې‌شنبې په ورځو د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو واورو او بارانونو له اورېدو او سېلابونو راوتلو وروسته د یوشمېر ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې مینې په بشپړ یا هم نسبي ډول ورانې شوې دي.
په هرات او غزني کې د طبیعي پېښو له امله زیانمن شوي مریم او امیرمحمد وايي، اړ دي چې شپه او ورځ په ویجاړو کورونو یا ازاده فضا کې تېره کړي

بلخ کې د لومړنیو خوراکي توکو د بیو لوړوالی؛ خلک: د پېرلو وسه نه لرو

د بلخ د مرکز مزارشریف ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي، د روژې په لومړیو ورځو کې د لومړنیو خوراکي توکو بیې د پام وړ لوړې شوي او دوی یې د پېرلو وسه نه لري.
دوی هېواد کې شته بې‌وزلۍ، وزګارتیا او د خلکو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو د اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې باید بازار کنټرول او څارنه یې وشي.

خوست کې د دوو کورنیو شخړه کې یو کس وژل شوی او شپږ نور ټپیان دي

د خوست د امنیې قومانداني وياند طاهر احرار وايي، دا پېښه تېر ماښام شپږنیمې بجې د دغه ولايت د مرکز اړوند د لکڼو په کوړيانو کلي کې شوې ده.
د نوموړي په وینا، په پېښه کې يو ځوان چې تازه له طب پوهنځي څخه فارغ شوی و، وژل شوی او د دواړو لوريو شپږ کسان ټپيان شوي دي.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان باید د نړیوالې ټولنې برخه وي

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې تل په نړیوالو غونډو کې د افغانستان ملاتړ کړی او دغه هېواد باید د نړیوالې ټولنې برخه وي.

د بامیان‌ـ‌‌کابل او دایکندي‌ـ‌کابل لویې لارې د واورې اورېدو له امله وتړل شوې

د بامیان د ټولګټو چارو رییس حفیظ‌الله نعمتي وايي، نن سهار د بامیان‌ـ‌کابل لویه لاره په حاجي‌ګک کوتل کې د واورې اورېدو او توپان له امله تړل شوې ده. د بامیان د ټولګټو چارو د رییس په وینا، د بامیان‌-‌کابل لویې لارې په ګډون، د دغه ولایت نورې لارې د خلکو او موټرو د تګ‌راتګ پر مخ پرانېستې دي.