Asset 1SWN

شنونکي: له افغانستان سره د اوزبکستان اقتصادمحوره تګلاره مهمه ده

ازز

د اوزبکستان یو ۳۰ کسیز پلاوی چې د دغه هېواد د کابینې غړي او د خصوصي سکټور استازي په‌کې شامل دي، د سه‌شنبې په ورځ کابل ته راغی.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د دغه پلاوي مشري کوي. یاد پلاوي تراوسه له رییس‌الوزرا محمدحسن اخوند، د هغه له مرستیالانو ملا عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي، د بهرنیو چارو له سرپرست امیرخان متقي او یوشمېر نورو چارواکو سره لیدلي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

اسلامي امارت وايي، د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر په دغو کتنو کې ژمنه کړې چې هېواد یې په تاشکند کې د اسلامي امارت د سفیر منلو ته چمتو دی او له افغانستان سره به د قوشتپې کانال په تخنیکي برخه، د سیمه‌ییز اتصال او د افغان ـ ټرانس په څېر د ګډو پروژو د پلي کېدو برخه کې همکاري وکړي.

د اوزبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې په افغانستان کې له ډبرو سکرو څخه د برښنا پر تولید هم پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبېح‌الله مجاهد کابل ته د دغه اوزبکستاني پلاوي د سفر په اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «اوزبکستان وویل چې غواړي د افغانستان سفیر په یو ډول ومني او همدارنګه اسلامي امارت یې همکاري وستایله.»

په ورته وخت کې د چارو یوشمېر کارپوهان له افغانستان سره د اقتصاد په برخه کې د اوزبکستان تګلاره مهمه بولي.

د افغان ملت د پیوستون بهیر مشر محمدزلمی افغانیار پوپل وايي: «دا چې له اوزبکستان څخه پلاوی افغانستان ته راغلی او د برښنا پر تولید یې هم خبرې کړي، دا یو مثبت ګام دی.»

بله‌خوا د نړیوالو اړیکو کارپوه محمود اضطرابي وايي: «هېوادونو په پیل کې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی و، په احتیاط روان وو او ورو ورو د هغو هېوادونو شمېر په ډېرېدو دی چې له اسلامي امارت سره مستقیمې یا نامستقیمې اړیکې لري.»

دغه کارپوهان باور لري چې د افغانستان په اړه د اوزبکستان نظر اقتصادي دی او په وینا یې، دغه هېواد هڅه کوي چې له افغانستانه د پانګونې او ټرانزیټ له لارې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

کارپوهان داسې مهال چې افغانستان له اقتصادي ننګونو سره لاس او ګرېوان دی، ورته اقتصادي تګلارې ګټورې بولي او ټینګار کوي چې په سیمه‌ییزه کچه دا ډول تګلارې چې د اقتصادي او سیاسي اړیکو د پراخېدو لامل کېږي، کولای شي په نړۍ کې له انزوا څخه د افغانستان وتلو ته لاره هواره کړي.

د يادونې ده چې کابل ته د اوزبکستاني پلاوي د سفر په څنډه کې د دغه پلاوي غړیو د سرپرست حکومت او خصوصي سکټور له استازیو سره د همغږۍ غونډې هم کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام