ولسمشر محمداشرف غني چې نن سهار د خوست هوايي ډګر د پرانېستې ترڅنګ، د دغه ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه خوست ته تللی وايي، طالبان سوله نه غواړي او د پردیو لپاره جګړه کوي.

هغه طالبانو ته په خطاب کې وویل، که افغانان وي، د ډیورنډ فرضي کرښه دې په رسمیت نه پېژني او سړکونه، د اوبو بندونه او نور عامه بنسټونه دې نه نړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر زیاته کړه، طالبان دې ژمنه ورسره وکړي چې افغانستان به له څلورلارې پر یوې نه بدلوي او اوبه به یې هم پر پردیو نه پلوري.



طالبانو تر اوسه د ولسمشر غني د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ولسمشر دغه راز خوستیانو ته وویل چې ولایت یې له دویمې درجې، پر لومړۍ درجې بدل کړی او په دوو میاشتو کې به ټول امکانات ورته برابر کړي. نوموړي ټینګار وکړ چې په خوست کې به د روغتیايي او پراختیايي پروژو پلي کېدو ته ځانګړی پام وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له ولسمشر سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستیال امرالله صالح، د چارو ادارې لوی رییس فضل محمود فضلي، د سیمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم‌خان کټوازی، د کابینې ځینې غړي او یوشمېر نور لوړپوړي چارواکي ملتیا کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام