د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده سلاموطندار ته ویلي چې د افغانستان، اوزبکستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ درېاړخیزه غونډه د سهشنبې په ورځ په اسلاماباد کې جوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په یاده غونډه کې پر افغان-ټرانس پروژې، درېاړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ، د ټرانسپورټي لارو پر پیاوړتیا، د بنسټیزو زېرمو پر پراختیا، د سوداګریزو ستونزو پر حل او د سیمهییز اتصال پر وړاندې شته ستونزو بحث او خبرې شوي او د درېاړخیزې همکارۍ هوکړهلیک هم لاسلیک شوی دی.
په همدې حال کې د پاکستان د سوداګرۍ وزیر ګوهر اعجاز هم پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي چې یاده درېاړخیزه غونډه د اقتصادي اړیکو او سیمهییز اتصال د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام و. هغه لیکلي: «دا درېاړخیزه غونډه د نږدې اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی او د سوداګرۍ، پانګونې او د هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د زیاتوالي لپاره به لاره هواره کړي.»
په همدې حال کې د اقتصادي چارو یوشمېر کارپوهان د دې ناستې پایلې د هېواد ټرانزیټي ستونزو ته د حللارې موندلو لپاره مهمې بولي.
د اقتصادي چارو شنونکی نصیراحمد رښتیا هیلهمند دی چې دا ځل به افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره په ګډه پاکستان دې ته اړ کړي چې دغه تړون عملي کړي. رښتیا ټینګار کوي چې افغانستان باید خپله انرژي پر بدیلو لارو او له نورو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ولګوي.
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی محمدرفيق صادقيار بیا وايي چې د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان ترمنځ درېاړخيزه غونډه د هېواد ټرانزيټي ستونزو ته د حللارې په موندلو کې اغېزمنه تمامېدای شي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د سرپرست وزیر نورالدين عزيزي په مشري يو پلاوى د دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان او اوزبکستان په درېاړخيزه غونډه کې د ګډون په موخه اسلاماباد ته تللی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، هغه د دغه سفر پر مهال د پاکستان د بهرنیو چارو له لنډمهالي وزیر جلیل عباس جیلاني سره هم لیدلي او ورسره یې په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو د توکو بند پاتې کېدو، د راستنېدونکو افغانانو د توکو پر لېږد او نورو موضوعاتو خبرې کړې دي.