په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د خلکو لپاره په نړیواله کچه د سولې پیاوړتیا، ټيکاو، د سوله‌ییز او ښه ژوند د  تضمین لپاره یو لړ هڅې روانې وې چې ازبکستان هم د افغانستان د یوه نږدې ګاونډي او په دغه هېواد کې د تل‌پاتي ثبات غوښتونکي هېواد په توګه هڅه کړې چې د ګډو فرهنګي او ښو اړیکو پر بنسټ خپله ونډه ادا کړي. په افغانستان کې د یوه پراخ‌بنسټه دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ ازبکستان هڅه کوي چې د تېر په څېر د افغانستان له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د ازبکستان اوسېدونکي ځينې متلونه کاروي چې د بشر دوستۍ او فرهنګ ژورې رېښې لري، له ډلې یې دوو ته د نمونې په توګه اشاره کوو: «که ګاونډی دې ارام وي، ته به هم ارام یې» یا «ملګری په سخت وخت کې پېژندل کېږي.» نو له همدې امله د ازبکستان خلک یوازې د افغانستان د خلکو د وضعیت نندارې ته نه دي ناست، بلکې د افغانستان د خلکو د شرایطو او درد په محسوسولو سره یې د افغانستان خلکو ته د مرستې او ملګرتیا لاس غځولی، څو د انسان د ګډ درد په راکمولو کې مرسته وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په وروستیو کلونو کې ازبکستان هڅه کړې چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته پراختیا ورکړي، له هغې ډلې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ پر لسمه حیرتان ښار کې د افغانستان چارواکو ته ۲۵ بسونه او ۳ ټراکټورونه وسپارل. له دې سربېره په هغه ناسته کې چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جون پر پنځمه په حیرتان ښار کې جوړه شوې وه، د افغانستان له خلکو سره ۳۰۰۰ ټنه غله مرسته وشوه. له دې پرته د بلخ ولایت اوسېدونکو ته د مرستې په توګه وریجې او بوټان ورکړل شول.

د ازبکستان له لوري شوې بشر‌دوستانه مرستې له یادو شویو مرستو خورا ډېرې دي، له ډلې یې د ۲۰۲۰ کال د مارچ پر ۱۲ نېټه له ازبکستان څخه ۶۰۰ ټنه بشري اقلام افغانستان ته ولېږدول شول او سربېره پر دې د ۲۰۲۱ کال د جون پر ۱۲ نېټه د کورونا ویرووس د درېیمې څپې پرمهال د طبي تجهیزاتو په توګه د اکسیجن ۱۰۰۰ بالونونه افغانستان ته ورکړل شول.

د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر پر ۱۴مه بشردوستانه مرستې چې پکې ۲۵ واګونه وریجې، اووړه، خوراکي توکي، درمل او پوښاک شامل وو، د افغانستان له خلکو سره مرسته وشوه.

له دې وروسته هم د ازبکستان دولت او خلک د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي، خپله ملګرتیا او بشري مرستې به په هر ممکنه وخت کې وکړي. د دې ترڅنګ چې ازبکستان د خپل ګاونډي افغانستان په خاوره کې د سولې پر ټينګښت رښتینی باور لري او خپلو عملي او انسان‌دوستانه مرستو ته به دوام ورکوي. ازبکستان خوښ دی، څو د افغانستان د خلکو لپاره د سولې پیاوړتیا او تل‌پاتي ټيکاوو په موخه د دوی د کورنیو ستونزو او اقتصادي پراختیا لپاره فرصتونه رامنځ ته شي.

په وروستیو کلونو کې ځينې مثبتې پایلې ترلاسه شوي چې د روښانه راتلونکي لپاره یې هیلې زیاتې کړې چې ښه بېلګه یې د ازبکستان سرخان‌دریا ولایت مرکز ترمز ښار کې د افغانانو لپاره د یوه ښوونیز مرکز جوړول دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د ترمز ښار په یخي ماڼۍ کې د «درې نسلونو» په نوم ناسته کې چې په دې وروستیو کې جوړه شوې وه، په دغه هېواد کې مېشت افغان زده‌کوونکو او ټولو قومونو او ملتونو پکې ګډون کړی وو. په دغه ناسته کې ټينګار وشو چې له افغانستان سره د ازبکستان همکاري ډېره ارزښتمنه او ګټوره ده.

په ډاډ سره ویلی شو چې په دې برخه کې بنسټیزې هڅې په لومړیتوب کې دي او په راتلونکې کې به هم دوام ولري.

په کابل کې د جمهوري ازبکستان سفارت

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام