Asset 1SWN

خلیلزاد او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر پر افغان سولې غږېدلي

khalilzadKamilov-270x151

د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازي او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف پر افغان سولې خبرې اترې کړې دي.

خلیلزاد نن په یوه ټویټ کې لیکلي چې په یاده لیدنه کې یې د تاوتریخوالي پر ژرترژره کموالي او په افغان سوله کې د سیمې پر رول خبرې کړې دي.

نوموړي لیکلي چې له کاملوف سره یې په واشنګټن کې لیدلي دي.

هغه وړاندې زیاته کړې چې د سیمې د اقتصادي اتصال اهمیت، سوداګري او پراختیا یې هم د بحث موضوعات وو.

دا لیدنه داسې مهال کېږي چې په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې اترې له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د دواړو لوریو مرکچیان تر اوسه نه دي توانېدلي چې د سولې د مخامخ خبرواترو لپاره پرمختګ وکړي.

پرون په دوحه کې ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي وو چې د دولت او طالب ډلې مرکچیان د خبرواترو پر کړنلارې هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالب ډلې یوه مرکچي پلاوي ویلي چې پر عمومي موضوعاتو یې هوکړه کړې، خو تر اوسه پر جزیاتو بحث نه دی شوی.

هغه د دغې هوکړې د جزیاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خبرواترو د کړنلارې پر سر د هوکړې اعلان کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له راتګ سره هم‌مهاله وشو. عمران خان پرون د یوه لوړپوړي پلاوي په مشري کابل ته راغی او څو ساعته وروسته یې له ولسمشر محمداشرف غني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

نوموړي د خپل سفر موخه د افغان سولې پروسې نه د پاکستان ملاتړ یاد کړ. هغه وویل، پاکستان له افغانستان وروسته یوازینی هېواد دی چې په افغانستان کې سوله غواړي.

عمران خان وویل چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته نیمايي وګړي د ترهګرۍ قرباني شوي او د پاکستان دولت سولې ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره مرستې ته ژمن دی.

کلیدواژه‌ها: // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام