د پاکستان لومړی وزیر عمران ‌خان وايي، تر هغه چې ولسمشر محمداشرف غني په واک کې وی، طالبان له افغان دولت سره د سولې خبرو ته نه حاضرېږي. هغه دا خبرې تېره ورځ په اسلام‌اباد کې له خبریالانو سره په یوه خبري غونډه کې کړې دي.

نوموړي ویلي، د طالبانو مشرانو څو میاشتې وړاندې ورته ویلي و چې هغه مهال به له افغان حکومت سره خبرې وکړي چې ولسمشر غني له واک څخه څنګ ته شي. عمران خان ټینګار کړی چې طالبانو دا موضوع په افغانستان کې سولې ته د طالبانو د ترغیب لپاره د هغه د هڅو په غبرګون کې یاده کړې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغان حکومت د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په اړه څه نه وايي.

ځینې سیاسي شنونکي هم باور لري، تر هغه چې ولسمشر محمداشرف غني په ارګ کې خپلو چارو ته دوام ورکوي، طالبان سولې ته نه حاضرېږي.



د سیاسي چارو شنونکی بسم‌الله رنجبر وايي، د افغانستان سوله او جګړه به د یوه عبوري حکومت د جوړېدو لامل شي، خو تر هغه چې ولسمشر غني په ارګ کې وي، دغه کار ناشونی دی. د هغه په خبره، انتقالي حکومت یوازې هغه مهال جوړېدای شي چې ولسمشر غني له واک څخه څنګ ته شي.

په ورته وخت کې د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حامد تهذیب وايي، د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د امریکا، چین، روسیې او پاکستان د استازیو په ګډون په ترویکا ناسته کې پر ښارونو د طالبانو د بریدونو درولو، د سولې خبرواترو د پیل او د سیاسي حل‌لارې غوښتنه کړې ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

طالبانو په تېرو څه باندې درېوو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې جګړې ته زور ورکړی او د یوشمېر ولایتونو د مرکزونو په ګډون یې، لسګونه ولسوالۍ هم نیولې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام