ولسمشر غني نن په ارګ کې د ملي بیرغ ورځې د نمانځنې په غونډه کې وویل، هېڅکله به د پردیو هغو طرحو ته تسلیم نه شي چې له هېواده بهر جوړېږي او غواړي افغانستان د جګړې پر ډګر بدل کړي.

هغه له طالبانو وغوښتل، که ملي ګټو ته ژمن وي، د هېواد د ورانۍ لامل دې نه کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ولسمشر یووالی او سیاسي حل د اوسني ناورین د پای ته رسېدو لپاره یوازینۍ لاره بولي او زیاتوي چې هېڅ لوری د زور له لارې تسلیمېدو ته غاړه نه ږدي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ چې خپل ښکلی وطن ویجاړ نه کړي او پر ځای یې باید له نورو افغانانو سره یوځای د جوړولو لپاره مټې را بډ وهي.



ولسمشر وايي، افغان ملت داسې پیاوړی حکومت غواړي چې د غوسې او زور پر ځای په‌کې قانون حاکم وي. محمداشرف غني زیاتوي چې حکومت د وضعیت د بدلون لپاره اراده او روښانه تګلاره لري او خلک به ډېر ژر د ژور بدلون شاهدان واوسي.

دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې په هېواد کې جګړې زور اخیستی او تاوتریخوالی ډېر شوی دی. دغه راز، د په قطر کې د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د سولې خبرې اترې هم په ټپه ولاړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام