Asset 1SWN

د خوړو نړیوال پروګرام: که بودیجه مو ترلاسه نه‌کړه، له افغانستانه به ووځو

download

د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی که دغه بنسټ د افغانستان لپاره د اړتیا وړ بودیجه برابره نه‌کړي، یاد هېواد کې به خپل ټول فعالیتونه ودروي.

د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړه چې راتلونکو شپږو میاشتو کې اړمنو ته د مرستو رسولو لپاره یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د خوړو نړیوال پروګرام رییسې سیندي مک‌کین وویل: «که بریالي نشو چې د افغانستان لپاره بودیجه برابره کړو، باید دغه هېواد په بشپړه توګو پرېږدو.»

په ورته مهال افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند وحید اماني سلام‌وطندار ته وویل چې هېواد کې ۲۱ میلیونه اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو، زېرمه کولو او لرو پرتو سیمو ته یې د لېږد لپاره یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لري.

هغه وویل: «موږ راتلونکو شپږو میاشتو کې یو میلیارډ ډالرو ته اړتیا لرو، څو ۲۱ میلیونه اړمنو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ورسوو چې په‌کې‌ لرو پرتو سیمو کې د خوراکي توکو زېرمه شامل دي چې په لومړۍ واوره کې یې لارې تړل کېږي.»

د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، د یاد بنسټ د اړتیا وړ بودیجې برابرولو لپاره د نړۍ د مرستو کچه کمه شوې او له همدې امله دغه سازمان د تېرو ۶۰ کلونو په پرتله په لومړي ځل ناوړه وضعیت کې دی.

په ورته مهال کابل کې یو‌شمېر اړمن کسان چې ژوند یې پر بشردوستانه مرستو ولاړ دی، وايي، د یادو مرستو بندېدل به دوی له لوږې سره مخ کړي.

د کابل د شهرارا اوسېدونکي غازي سلام‌وطندار ته وویل: «موږ مرستو ته اړتیا لرو، د ژمي لپاره مو چمتووالی نه دی نیولی، نه لرګي لرو، نه سکاره، چې امکانات یې نه‌وي څه ډول اماده شو. موږ ستونزه کې یو او داسې وضعیت کې مرستو ته اړتیا لرو.»

د عامه پالېسۍ یو‌شمېر کارپوهان بیا وايي چې افغانستان کې د نړیوالو مرستو بندېدل به ناوړه پایلې ولري.

 

د عامه پآلېسۍ کارپوه نیاز محمد همدرد وویل: «که مرستې بندې شي، دا د هغوی ژوند اغېزمن کړي، منفي اغېز به ولري، ناقانونه کډوالۍ ته به یې وهڅوي او حتا د انساني ناورین لامل به شي. داسې حال چې حکومت هم توان نه‌لري اړمنو سره مرسته وکړي.»

داقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي چې په تدریجي توګه هېواد کې د بې‌وزلي او اړمنو ته د رسېدنې لپاره پلان تر لاس لاندې لري.

هغه وویل: «د خوړو نړیوال پروګرام مرستې په رڼه توګه هغو سیمو کې چې خلک اړمن دي، ګټورې دي او د خلکو اړتیاوې پرې پوره کېږي، خو په هېواد کې بېلابېلو سکټورونو کې د عملي فعالیتونو او پلانونو د پلي‌ کولو لپاره ځانګړې توجه لرو.»

د خوړو نړيوال پروګرام دوه اوونۍ وړاندې په یوې خبرپاڼه کې ویلي و، د بوديجې کمښت له امله دغه سازمان د روان کال په سپټمبر مياشت کې په افغانستان کې دوه ميليونه نور اړمن کسان د خپلو مرستو له نوملړ څخه ايستلي او راتلونکو میاشتو کې به یوازې د دې وړتیا ولري چې له درېوو میلیونو اړمنو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې سږکال د خوړو نړیوال پروګرام له ملاتړه د محرومو شویو کسانو شمېر لس میلیونو ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام