د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې له ایرلنډ سره په کېدونکو شل اووره سیالیو کې د اعلان شوې لوبډلې په عمومي نوملړ کې یې دوه افغان لوبغاړي عثمان غني او مجیب الرحمن هم وراضافه کړي دي.

کرېکټ بورډ ویلي چې د مجیب الرحمن د ویزې ستونزه حل شوې او له همدې امله یې نوموړی عمومي نوملړ ته وراضافه کړی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

همداراز دې ادارې زیاته کړې چې عثمان غني به د دروېش رسولي پرځای په دې لوبو کې ولوبېږي. کرېکټ  بورډ ویلي چې د دروېش رسولي ګوته ماته شوې او له همدې امله یې د نوموړي پرځای عثمان غني ته د لوبېدو بلنه ورکړې ده.

ټاکل شوې چې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن ماښام له ایرلنډ سره د پنځو شل اووره  سیالیو لومړۍ لوبه وکړي. یاده لوبه به د افغانستان «ملي سپورټ» ټلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپره شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

افغانستان له دې وړاندې له ایرلنډ سره ۱۹ شل اووره سیالي کړي چې ۱۴ یې ګټلي، څلور یې بایللي او یوه لوبه به بیا د باران له امله بې پایلې پای ته رسېدلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام