د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د وروستیو څو میاشتو په ترڅ کې د افغانستان له فضا د تېرېدونکو الوتکو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
یاد معاونیت نن سهشنبه د لیندۍ اتمه پر خپله ټوېټرپاڼه په یوه ویډیويي راپور کې ویلي چې د هېواد د هوايي ډګرونو په ځینو برخو کې له ګاک شرکت سره تر تړونونو وروسته اوس په ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه شاوخوا ۱۰۰ الوتکې تېرېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت همداراز دې ویډیويي راپور کې ویلي، له هرې تېرېدونکې الوتکې څخه ۶۰زره افغانۍ اخیستل کېږي چې په میاشتنۍ توګه ۱۸۰ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته ټولېږي.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
د مخکیني حکومت له پرځېدو وروسته هېواد ته له بهر څخه د الوتنو بهیر ټکنی شوی و او که څه هم د کابل هوايي ډګر الوتنو ته چمتو شوی، خو ویل کېږي چې ډېرې برخې یې بیارغونې ته اړتیا لري.