Asset 1SWN

افغانستان د روان کال په لسو میاشتو کې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو صادرات کړي

wazirat-malia-640x373-1-1-phon1a3fcwnb8oornikomyziz933a6u1uxalb65w20 (1)

د سرپرست حکومت د مالیې وزارت د یک‌شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان د روان کال له وري میاشتې تر جدې پورې د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو سبزي، مېوې او پخته پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر کړي دي.

د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل سلام‌وطندار ته ویلي: «د مالیې وزارت له لوري په ګمرکونو کې سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو او له فساد سره د سختې مبارزې له کبله مو سږ کال په لومړنیو لسو میاشتو کې یوشمېر هېوادونو ته د ۱۲۲ میلیارډه افغانیو صادرات کړي دي. تازه مېوې، سبزي، پخته او نور مهم توکي صادر شوي دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان صادرات د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۴۱ میلیونه ډالر زیات وو چې دوه سلنه ډېروالی ښيي.

بله‌خوا یوشمېر سوداګر وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د دروازو تړل کېدل، د مالیې زیاتوالی او د حکومت له لوري د ځینو سختو محدودیتونو لګېدل هغه څه وو چې په په روان کال کې دوی ورسره مخامخ وو او پر سوداګري یې ناوړه اغېزې کړې دي.

کابل کې د مېوې او سبزۍ سوداګر حضرت‌‌ولي خان او اخترمحمد وايي، د تورخم دروازې تړل کېدل د سوداګرو پر مخ تر ټولو لویه ننګونه ده او په‌کار ده چې دا ستونزه په بنسټیزه توګه حل شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت وايي، سږ کال یې د هوايي دهلېزونو په څېر ځینې نورې لارې د تورخم لارې د بدیلو لارو په توګه په پام کې نیولې دي. دغه وزارت زیاتوي چې په ۲۰۲۳ کال کې د نږدې ۲۹۰ میلیونه ډالرو توکي د هوايي دهلېزونو له لارې لېږدول شوي دي.

د یادونې ده چې افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې تر ټولو ډېر صادرات چې سبزي، تازه مېوې او پخته په‌کې شامل دي، پاکستان ته کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام