Asset 1SWN

افغانستان په یوولسو میاشتو کې یو میلیارډ او ۷۰۰ میلیونه ډالره صادرات کړي

Zoghal-Sang-pwxggeh0ehps5nic854k6ovtwpz64f05obgnqpb91k

د ا.ا د سوداګرۍ او صنایعو وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې افغانستان په تېرو یوولسو میاشتو کې د یو میلیارډ او ۷۱۷ میلیونه ډ‌الرو په ارزښت سوداګریز توکي بهر ته صادر کړي دي.

د ډبرو سکاره، مالوچ، تازه او وچې مېوې، د هنګ تخم، غالۍ او زعفران په روان زېږدیز کال کې د افغانستان تر ټولو مهم صادراتي توکي جوړوي چې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، چین، ایران او ترکیې هېوادونو ته صادر شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چې کوم معلومات له سلام‌وطندار سره شریک کړي، ښيي چې په تېرو یوولسو میاشتو کې یې د نږدې اووه میلیارډه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي هېواد ته را وارد کړي دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي: «د ۲۰۲۳ کال په یوولسو میاشتو کې د افغانستان سوداګري شاوخوا ۸ میلیارډه او ۶۹۱ میلیونه ډالره وه چې یو میلیارډ او ۷۱۷ میلیونه یې صادرات او شپږ میلیارډه او ۹۷۴ میلیونه ډالر یې هم واردات جوړوي.»

په تېرو دوو کلونو کې د جمهوریت دورې په پرتله د افغانستان د صادراتو کچه د پام وړ زیاته شوې او د ډبرو سکرو او نورو کانونو په دغه زیاتوالي کې بنسټیز رول لرلی دی. پر دې سربېره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي، د افغانستان صادرات د هغو شمېرو په پرتله چې د سوداګرۍ وزارت وړاندې کړي، کمې دي.

د دې خونې د شمېرو پر بنسټ، افغانستان په تېرو یوولسو میاشتو کې د یو میلیارډ او ۶۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي چې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له لوري د وړاندې شویو شمېرو په پرتله ۱۰۰ میلیونه ډالره کموالی ښيي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړی خان‌جان الکوزی که څه هم په هېواد کې د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزو ته په پام، د افغانستان دومره صادرات بې‌مخینې بولي، خو ټینګار کوي چې لا هم د افغانستان د صادراتو پر وړاندې د پام وړ ستونزې شته.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړی زیاتوي: «تر هغه چې ا.ا په رسمیت ونه پېژندل شي او سیاسي ستونزې حل نه‌شي، هوايي کورېډور مو نه فعالېږي او نورې ستونزې به هم وي. همدارنګه، نور خنډونه او بانکي محدودیتونه شته چې ستونزې یې جوړې کړې دي.»

د یادونې ده چې افغانستان تېر کال د نږدې دوه میلیارډه ډالرو په ارزښت بېلابېل توکي صادر کړي وو او هغه مهال هم د ډبرو سکاره، کرنیز محصولات او غالۍ د دغو صادراتو تر ټولو ډېره برخه جوړوله.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام