Asset 1SWN

په ۱۳۹۹ کې د افغانستان صادرات لس سلنه کم شوي

unnamed

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په کلني راپور کې لیکل شوي چې په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان صادرات د تېر هغه په پرتله ۱۰ سلنه کم شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې مرستیال حسیب‌الله موحد وايي، په ۱۳۹۹ کال کې د افغانستان واردات ۶۵۳۷ او صادرات هم ۷۷۶،۷ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې په وینا یې، د ۱۳۹۸ کال په پرتله په‌کې کموالی راغلی دی.

د دغه راپور له مخې، د افغانستان د صادراتو کموالي ډېره برخه د ۱۳۹۹ مالي کال په دویمه ربعه کې د کورونا ویروس د خپرېدو له کبله وه. راپور زیاتوي، په دویمه ربعه کې د لومړۍ هغې په پرتله شاوخوا ۷۰ سلنه کموالی راغلی و.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موندنو له مخې، په ۱۳۹۹ کال کې د برښنا د تولید کچه هم کمه شوې ده. د دغو موندنو پر بنسټ، دا کچه له ۶۱۹۷،۶۲ کیلوواټ برښنا څخه ۶۱۸۲،۷۴ ته رسېدلې ده.

دغه راز، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې راپور ښيي چې په ۱۳۹۹ مالي کال کې د هېواد د کورنيو ناخالصو تولیداتو کچه منفي ۱،۹ سلنه وه او یوازې د کرنې سکټور مثبته پراختیا موندلې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام