د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړې ادارې یا (یونېسف) په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو څخه د ملاتړ او د پولیو ضد واکسین د تطبیق په موخه ۴۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

په خپور شوي راپور کې راغلي، که څه هم افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت د ترینګلتیا لور ته روان دی، د دغه هېواد ماشومان له یوه بل تاوتریخوالي او ګواښ سره مخ دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په ورته مهال د راپور پربنسټ، ډېری ماشومان او ځوانان احساس کوي چې کار کولو ته اړ دي او یو‌شمېر له افغانستانه بهر له خطر څخه ډک سفر ته ملا تړي.

یونېسف همداراز ویلي چې تېر کال د ۸۸سلنه کورنیو لږ تر لږه یوه کس په ډېرو سختو شرایطو کې له کور څخه د باندې کار کاوه.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ ویلي: «له پولې هاخوا له خطر ډک سفر، په ځانګړې توګه کله چې یوازې له دغو پولو تېرېږي، دغه کډوال ماشومان له خطر، تاوتریخوالي او ناوړه استفادې سره مخ کوي.»

نوموړي زیاته کړې چې له همدې امله اروپايي ټولنه له یونېسف سره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کوي، څو هغو افغان نجونو او هلکانو ته یې ځانګړي چې د کډوالۍ یا د بېرته راستنېدو له ګواښ سره مخ دي.

پر دې سربېره اروپايي ټولنه په ټول افغانستان په ځانګړې توګه په پولو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین د تطبیق لپاره یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره ۲۵ میلیونه یورو مرسته کوي.

په افغانستان کې د یونېسف ځانګړي استازي محمد ایویا هم ویلي چې دغه پیسې یونېسف او د روغتیا نړیوال سازمان سره مرسته وکړي چې د ماشومانو د  ګوزڼ واکسین د تطبیق لپاره خپلې پیاوړې کړي او ډاډ ترلاسه شي چې په ټول هېواد کې ماشومان د پولیو پروړاندې واکسینېږي.

د یونېسف د معلوماتو پربنسټ، د ۲۰۲۱ کال د مې او د ۲۰۲۲ کال د اپرېل میاشتو ترمنځ دغه بنسټ، د پولیو ضد واکسین ۳۳.۵ میلیونه ډوزه چمتوو کړي وو چې د ملي کمپینونو په ترڅ کې له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ۶.۳ تر ۹.۸ میلیونه ماشومان واکسین شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

همداراز د ایران سره سرحد کې او ګاونډي پاکستان سره د ډیورنډ فرضي کرښې باندې روغتیايي ډلو ۱.۲ میلیونه کډوال ماشومان واکسین کړي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام