د ملګروملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف افغانستان کې د ماشومانو وضعیت څخه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، له بېړنیو مرستو پرته نه‌شي کولای ټولو دغو ماشومانو سره مرسته وکړي.

یونیسف تېره ورځ پر ټویټرپاڼه لیکلي چې غواړي ۲۰۲۲ کال کې افغانستان کې ۱۲.۹ میلیون ماشومانو ته لاسرسی وکړي، خو له سم‌لاسي ملاتړ پرته د دغومره شمېر ماشومانو لاسنیوی او ورسره مرسته ناممکنه ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

افغانستان کې د یونیسف دفتر د تغذیې برخې مشره میلاني ګالوین په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، ملګري ملتونه دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

هغې پر ټویټر لیکلي چې د سږکال جنوري میاشت کې یې، افغانستان کې له ۲۳ زره او ۳۰۰ ماشومانو سره چې په خوارځواکۍ اخته وو، مرسته کړې ده. افغانستان کې د یونیسف د تغذیې برخې مشرې ویلي چې په دغو مرستو کې تر ډېره خوراکي توکي شامل وو.

 دا داسې مهال دی چې یونیسف تر دې وړاندې افغانستان کې د خوارځواکۍ مواردو زیاتېدو څخه خبرداری ورکړی او ویلي وو، که دې برخه کې بېړني اقدامات و نه شي، ښايي یو میلیون ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې یونیسف د افغانستان د روغتیايي نظام د پاشلتیا مخنیوي او د ماشومانو لپاره لپاره د حیاتي او ټولنیزو خدماتو برابرولو په موخه، د دوه میلیارد ډالرو د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام