په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګروملتونو ادارې یا یونیسف اجرايي مدیره کاترین رسل په یوې وینا کې ویلي، لسیزو جګړو، وچکالۍ، کمزوري اقتصاد او د نړیوالو بندیزونو اغېزو افغان ماشومانو ته نه جبرانېدونکي زیانونه اړولي دي.

نوموړې کابل ته د خپل درې ورځني سفر پرمهال خبرداری ورکړی چې افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړې په دې وینا کې د کابل پر سړکونو د هغو ماشومانو یادونه کړې چې له خلکو سوال کوي او عمرونه ډېر کم دي. هغې همداراز ویلي، په داسې حال کې چې هټیو کې خواړه او نور سبزیجات شته، خو خلک یې د پېر وس نه لري.

مېرمن رسل زیاته کړې چې د دوی د اټکل له مخې، په روان ۲۰۲۲ کال به له ۱ میلیون ډېر ماشومان په افغانستان کې پر شدیدې خوارځواکۍ اخته شي او بېړنۍ درملنې ته به اړتیا ولري.

همداراز ۱۳میلیونه ماشومان به بشردوستانه مرستو ته اړتیا پیدا کړي او د شري او ناس‌ناستي په شان ناروغۍ به پراختیا ومومي. نوموړې اندېښنه ښودلې چې په راتلونکو څو میاشتو کې به ۹۷سلنه افغان کورنۍ د لوږې له کرښې لاندې ژوند وکړي.

کاترین راسل پر افغانستان لګول شویو بندیزونو ته په اشارې سره ویلي، د افغان ماشومان باید د سیاست قرباني نه شي.

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو‌ملتونو ادارې اجرايي مدیرې همداراز ویلي چې د ښوونځیو له ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو سره یې د مرستې لپاره مالي سرچینې پیدا کړي او یاد بنسټ به خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

نوموړې همداراز له نړیوالو او په کابل کې له ځايي چارواکو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د ماشومانو او ښځو په اړه پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي او نجونو باید له ځنډ پرته بېرته ښوونځیو ته وروګرځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په دې وروستیو کې د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې پر خوارځواکۍ او شري ناروغۍ د اخته ماشومانو شمېر ډېر شوی چې د خلکو اندېښنې یې زیاتې کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام