طالبانو پرون ماښام خپله سرپرسته کابینه او ورسره یې په افغانستان کې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د طالبانو د سرپرستې کابینې نوملړ چې  ۳۳ کسان پکې شامل دي، پرون ماښام د طالبانو د ویاند له لوري په یوې خبري غونډه کې اعلان شوه. د طالبانو د ویاند د اعلان پربنسټ، ملا محمد‌حسن آخند له دوو مرستیالانو سره د وزیرانو رییس ټاکل شوی دی.

د مجاهد په وینا، ملا عبدالغني برادر د رییس الوزرا لومړي مرستیال او عبدالسلام حنفي د رییس الوزرا دویم سرپرست مرستیال په توګه ټاکل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

مولوي محمد‌یعقوب مجاهد د طالبانو له لوري د ملي دفاع وزارت د چارسمبالي په توګه غوره شوی دی. د حقاني شبکې رییس سراج‌الدین حقاني د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی، امیر‌خان متقي د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ملا هدایت‌الله بدري د مالیې وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.

همداراز طالبانو مولوي نورالله منیر د پوهنې وزارت او ملا خیر‌الله خیر‌خواه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند کړي دي.

په ورته مهال قاري دین‌محمد حنیف د اقتصاد وزارت، شیخ نور‌محمد ثاقب د حج او اوقاف او عبدالحکیم شرعي د عدلیې وزارت لپاره د چارسمبالي په توګه ټاکل شوي‎. ملا نورالله نوري د سرحدونو او قبایلو وزارت د سرپرست په توګه غوره شوی دی. طالبانو بیا ملا محمد‌یوسف اخند‌زاده د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره سرپرست ټاکلی دی.



طالبانو شیخ محمد‌خالد د دعوت، ارشاد، امر بالمعروف او نهې منکر وزارت ته د سرپرست په توګه ټاکلی. ملا عبدالمنان د ټولکټو وزارت چارسمبالی او همداراز حاجي ملا محمد عیسی د معادن او  پطرولیم، ملا عبدالطیف منصور د اوبو او برښنا وزارت، ملا حمیدالله آخند‌زاده د هوانوردۍ او ټرانسپورټ وزارت، مولوي عبدالباقي حقاني د لوړو زده‌کړو وزارت، مولوي نجیب‌الله حقاني د ټکنالوژۍ وزارت او خلیل الرحمان حقاني د کډوالو چارو وزارت ته د چارسبمالي په توګه طالبانو غوره کړي دي.

طالبانو د استخباراتو عمومی ریاست ته ملا عبدالحق وثیق حاجي محمد ادریس د افغانستان بانک عمومي رییس او مولوي احمد‌جان احمدي بیا د چارو ادارې سرپرست رییس ټاکلی دی.

ملا فاضل مظلوم د دفاع وزارت معین، قاري فصیح‌الدین د لوی درستیز په توګه، شېرمحمد عباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت معین، مولوي نور جلال د کورنیو چارو وزارت معین، ذبیح‌الله مجاهد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین، ملا تاج‌میر جواد د استخباراتو معین، ملا رحمت‌الله نجیب د ملي امنیت ریاست اداري مرستیال او ملا عبدالحق اخند له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د معین په توګه ټاکل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ذبیح‌الله مجاهد په دغه ناسته کې وویل چې د پاتې ادارو سرپرستان به وروسته اعلان شي. ملا محمد‌حسن اخند د طالبانو په تېره واکمنۍ کې د دغې ډلې د بهرنیو چارو وزیر و او په وروستیو کلونو کې یې د طالب ډلې د رهبرۍ شورا د رییس په توګه کار کاوه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام