د پکتیا د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وايي، په مرکز ګردېز او د یاد ولایت په اتوو ولسوالیو کې یې د یونیسف ادارې په مالي لګښت او د ډاکار موسسې له‌خوا، د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک پاکو اوبو رسولو د لسو پروژو د پلي کېدو چارې پيل کړي.

د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزی سلام‌وطندار ته وايي چې پر یادو لسو پروژه به ۴۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي او په بشپړېدو سره به یې ۱۷۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې د څښاک اوبو له دغو لسو پروژه به په دغه ولایت کې ۱۰ بابه ښوونځي، ۵ بابه کلینیکونه او ۱۰ بابه جوماتونه هم ګټه واخلي.

احمدزي زیاته کړه چې د پیل شویو پروژو له لارې به په ۱۰ بابه ښوونځیو کې له ۵۰ غرفو څخه زیات تشنابونه جوړ او د ځایي سیمو لسګونه خلک به په‌کې پر کار بوخت شي.

د ډاکار موسسې ولایتي مسوول انجینیر عزت‌الله سمندري وايي چې دا پروژې به په ښه‌کیفیت سره عملي کېږي او له اړونده پروژو څخه به پر وخت څارنه کوي.

سمندري زیاته کړه چې د یادو پروژو له عملي‌کېدو سره به سلګونه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې او همداراز به سلګونه وزګارو کسانو ته د کارکولو زمینه هم برابره شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پکتیا کې په داسې حال کې د څښاک پاکو اوبو رسولو لس پروژې علمي کېږي چې د دغه ولایت ډېری اوسېدونکي له وروستیو وچکالۍ او د څښاک پاکو اوبو نه‌شتون څخه شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام