نږدې دوه اوونۍ  کېږي چې د بدخشان مرکز فیض اباد ښار د اوبو رسونې شبکه له فني ستونزو سره مخ شوي او د دغه ښار اوسېدونکي د څښاک اوبو د نه‌شتون له امله له ګڼو ستونزو سره لاس و ګریوان دي.

سرچینې وايي چې د فیض اباد ښار د اوبو رسولو د شبکې جنراټورونو کې فني ستونزې پیدا شوي او له همدې امله، د دغه ښار اوسېدونکي د اوبو له کمښت سره مخ شوي چې دغې چارې د بدخشان د مرکز د یو‌‌شمېر اوسېدونکیو نیوکې یې رابرسېره کړي دي.

د ښار اوسېدونکي د مرکز فیض اباد نږدې سیمو کې له چینو څخه د اوبو راوړلو لپاره ورځي، خو په ډېرې خوارۍ د څښاک اوبه ترلاسه کوي. ځېنې کسان د ښار په کوڅو کې د اوبو ټانکرونه ګرځوي او پر خلکو د څښاک اوبه خرڅوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د فیض اباد ښار اوسېدونکی سیداحمد وایي، کله چې اوبو خرڅوونکو ته مراجعه کوي، دوی یوه بوشکه اوبه په ۱۰۰ افغانۍ خرڅوي چې خلک یې د کمزوري اقتصاد له امله نه شي اخیستلی.

په بدخشان کې مدني فعال نوید رحماني د دې ستونزې د هواري او مسوولانو ته د خلکو د غږ رسولو په موخه د عدالت غوښتنې کمپاین جوړ کړی دی. د مدني ټولنو په یوې خبرپاڼه کې راغلي چې د فیض اباد اوسېدونکي په دغه ښار کې د اوبو د نه‌شتون له امله سړک ته راوتلي او اعتراض یې کړی دی.

په ورته وخت کې د بدخشان اوسېدونکي له محلي ادارې څخه نیوکه کوي او وايي چې د دوی غږ نه دی اورېدل شوی او د خلکو ټولنیزې ستونزو ته د اړوند ادارو له لوري سمه رسېدنه نه کېږي.

په همدې حال کې د فیض اباد ښار د اوبو رسولو ادارې مسوولان د دې ستونزې په اړه څه نه وایي، خو د بدخشان د والي د رسنیو دفتر وایي، د دې ستونزې د هواري په موخه  هڅې روانې دي او ډېر ژر به د اوبو د نه‌شتون ستونزه هواره شي.

د سلام‌وطندار پښتو ټویټر‌پاڼه وڅارئ

د بدخشان د والي ویاند نېک‌محمد نظري وایي چې د دوی د اوبو د کمښت پر ستونزې جدي کار کوي او د فني ستونزو له هواري وروسته به ډېر ژر د بدخشان مرکز د اوبو رسولو چاري عادي حالت ته راوګرځي.

د بدخشان مرکز فیض اباد د څښاک اوبو د رسولو شبکه د المان هېواد له لوري د ۱۷میلیونه یورو په لګښت جوړه شوې ده. دا په داسې حال ده چې د فیض اباد اوسېدونکي له دغې شبکې څخه د اوبو د لوړې بیې او د سمو خدماتو د نه وړاندې کولو له امله شکایت کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام