په سوېل ختيځ زون پکتيا ولایت کې د افغان ټلې کام مسوولان وايي، د وسلوالو طالبانو له لوري په نيول شويو ولسواليو کې د سلام مخابراتي شبکې ۱۱سايټونه، ويجاړ شوي او تخنيکي وسايل يې لوټ کړي دي.

دوی وايي ۷ نور سايټونه هم د طالبانو له لوري بند شوي چې دا مهال ورته د فعاليت اجازه نه ورکول کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغان ټلې کام مسوولان زیاتوي، طالبانو په څمکنیو کې د شپږو مخابراتي سایټونو سربېره په لجه منګل او احمد‌خېلو کې یو-یو او پاتې نور په ميرزکه، احمدابا او سيدکرم ولسواليو کې ویجاړي کړي او ټول تخنيکي وسايل چې جنراتور، لمريزې تختې او د چارج بټرۍ او نور اړين توکي پکې شامل دي لوټ کړي.

په سويل ختيځ زون کې د افغان ټلې کام عمومي مسوول عبدالصمد رحماني له وسلوالو  طالبانو غوښتنه کوي چې د مخابراتي شبکو په ساتنه کې د دوی سره همکاري وکړي.

هغه وویل: «د سلام مخابراتي شبکې ګڼ‌شمېر سايټونه بند شوي دي، يوشمېر تخريب شوي او د ځينو وسايل وړل شوي دي، هيله او غوښتنه مو د وسلوالو طالبانو څخه دا ده، هغه سيمې چې د دوی تر کنټرول لاندې دي، کوم سايټونه چې د سلام مخابراتي شبکي سایټونه دي، يوازې تخريب نه شي، بلکې زموږ کارمندانو زموږ تخنيکي ټيم ته اجازه ورکړل شي، څو بند سايټونه فعال او په ښه کيفيت سره خلکو ته خدمات وړاندې شي.»

د پکتيا د څمکنيو او پټان اوسېدونکي وايي، له څه وخت راهیسې چې طالبان پر دغو ولسوالیو ولکه خپله کړې، د دوی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.



د دغو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د سلام مخابراتي سايټونه د وسله‌والو طالبانو له لوري  ویجاړ او تړل شوي دي.

وسله‌وال طالبان دا مني چې د سلام مخابراتي شبکو يوشمېر سايټونه په جګړه کې ویجاړ  شوي  او وايي، دغې مخابراتي شبکې ته يې دوه کاله وړاندې د دوی په شرايطو د فعاليت ويلي و، خو دوی دغه شرايط نه دي عملي کړي.

د طالبانو یو  ویاند ذبيح الله مجاهد وايي، دغه شبکه له دوی سره په تور نوملړ کې ده او که په شرايطو خدمتونه برابر کړي، دوی به د فعاليت اجازه ورکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه وویل: «سلام شبکې زموږ سره په تور ليست کې دي، هغه ليست کې دي، چې د دوی له منځه وړل لازمي دي، ځکه دوی د کابل ادارې برخه دي هغوی پيسې ورکوي، له هغو سره شريک دي او بل زموږ په سيمو کې د فعاليت په وخت کې استخباراتي فعاليتونه هم کوي، زموږ شرايط نه مني.»

د پکتيا په نهه ولسواليو کې چې د طالبانو له لوري نيول شوي، نورو مخابراتي شبکو ته يوازې د ورځې په مخ د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام