Asset 1SWN

د یوناما مرستیال: افغانستان کې د ۱۸ میاشتو پر مهال ۷۰۰زره کسان بې‌دندو شوي

3ce3c2b9-4a2b-4330-82ad-f2e0e016bf29

افغانستان کې د بې‌وزلي کچې پراخېدو په اړه د مرسته رسوونکو بنسټونو د رپوټونو خپرېدو په دوام، افغانستان کې د ملګروملتونو د سیاسي استازولي یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف یوې غونډې ته ویلي، د تېرو ۱۸ میاشتو پر مهال دغه هېواد  کې ۷۰۰ زره کسانو دندې له لاسه ورکړي او د یاد هېواد ناخالص کورني تولیدات هم ۳۵ سلنه کم شوي دي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب د ملګروملتونو د شمېرو له تایید پرته د نړیوالې ټولنې د پروژو ځنډېدل افغانستان کې د وزګارتیا کچې لوړېدو مهم لامل بولي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه سلام‌وطندار ته وویل: «بهرني هېوادونه چې تېر شل کاله دلته شتون درلود، بېلابېلې پروژې یې لرلې چې د یادو پروژو په بندېدو سره هغه کسان هم اغېزمن شوي چې دې پروژو کې یې کار کاوه، خو دا شمېرې رښتینې نه دي. ۷۰۰زره دندې چېرته وې چې اوس خلک وزګاره شوي.»

د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو څېړونکی بًهمن یوسفي هم وايي، افغانستان کې د وزګارتیا کچې لوړېدو کې بېلابېلو عوامل رول لري.

نوموړي وویل: «افغانستان کې د وزګارتیا ډېر لاملونه په ځانګړې توګه د ۲۰۲۱ کال څخه وروسته دخیل دي. مهم یې د بهرنیو عایداتو کموالی دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته بهرنۍ مرستې بندې شوي او د ځینو نړیوالو بنسټونو پروژې هم بندې شوي دي. تقریبا د پخواني حکومت ډېری کارمندان له دندو ګوښه شوي او له نړۍ سره د تعامل نشتوالی د دې لامل شوی چې پانګونه ونه‌شي او ځینې یې چې پانګه لري، له هېواده یې باسي.»

له دې ټولو سربېره د اقتصادي چارو شنونکی تاج محمد تلاش وايي، د سوداګرۍ بلانس کې د کسر او د کورنیو ناخالصه تولیداتو کمېدو له امله وزګارتیا زیاته شوې، خو د یوناما شمېرې اټکلیزه بڼه لري.

نوموړي وویل: «۲۰۲۳ کال کې د سیمه‌ییزو پروژو، ناخالص تولید، د سوداګرۍ د توازن کسر او له بده مرغه د وارداتو کمښت لامل شوی چې افغانستان کې د وزګارتیا او وچکالي کچه لوړه شي. خو زه د OCHA، ملګرو ملتونو یا یونېسف له‌خوا ورکړل شویو شمېرو او اټکل سره زه همغږۍ نه یم.»

د یوناما مرستیال همدارنګه ویلي چې تېرو ۱۸ میاشتو کې د خوړو تامینولو په برخه کې د خلکو وړتیا ۳۰ سلنه کمه شوې او دامهال د افغان کورنیو ۷۵ سلنه عواید یوازې پر خوراکي توکو لګول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

دا داسې مهال دی چې د اسلامي امارت مسوولانو تل ویلي، افغانستان کې بشري وضعیت هغومره نه دی خراب، څومره چې یې نړیوال سازمانونه یادوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام