په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازولۍ یا یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید څرنګوالي په اړه ځواب ووايي. یوناما له طالبانو غوښتي چې په هرات کې د دغه سازمان پر دفتر د برید په اړه بشپړې څېړنې وکړي.
یوناما ټینګار کړی چې طالبان باید د یاد برید او هغه افغان سرتېري د وژلو په اړه ځواب ووايي چې په هرات کې یې د یوناما دفتر د ساتنې مسوولیت درلود. یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ملکي دفتر په توګه یې خپلې هڅې د سولې پروسې پر ملاتړ متمرکزې کړې دي.
- هرات کې د یوناما پر دفتر د طالبانو برید؛ پنځه نظامیان وژل شوي او ۲۱ ټپیان دي
- یوناما طالبانو ته: که جګړه بس نه کړئ؛ منزوي به شئ
- یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې د ملکیانو مرګژوبله ۴۷ سلنه لوړه شوې
یوناما زیاته کړې، هڅه کوي چې ټول افغانان خپلو حقونو ته ورسېږي او دغه راز، غواړي له میلیونونو افغانانو سره بشردوستانه مرستې وکړي، څو وکولای شي چې له ګواښ او تاوتریخوالي پرته خپل کارونه وکړي.
دغه دفتر په هرات کې له تاوتریخوالي ډکو پېښو په اړه خپله سخته اندېښنه ښودلې ده.
طالبانو د جمعې په ورځ په هرات کې د یوناما پر دفتر برید وکړ چې له کبله یې د یاد دفتر یو ساتونکی ووژل شو. دغه برید په کور دننه او بهر کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.