Asset 1SWN

بامیانيانو شیبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال وواژه

123763273_804741317005990_7665559576995225167_n-oy1ypgtpucjuxnvhths1rflu4ovfz0mrykx7prig7o

 

د باميانو شيبر ولسوالۍ کې محلي مسوولان وايي، يادې ولسوالۍ لپاره د وسله‌والو طالبانو نومول شوی ولسوال ووژل شو.

د شيبر ولسوال امیر شریف سلام‌وطندار ته وايي، د طالبانو تش په نامه دغه ولسوال د يادې ولسوالۍ په « برفک» سيمه کې ووژل شوی دی.

شريف وويل چې دغه وسله‌وال طالب امان‌الله نومېده چې د قمبر زوی و.

نوموړي پپه دې اړه چې دغه طالب څه ډول ووژل شو، څه ونه ويل؛ خو يوه بله سرچينه چې نه يې غوښتل راپور کې يې نوم ياد شي سلام‌وطندار ته وويل، شیبر ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د سيمې د خلکو له لوري ووژل شو.

د باميانو د والي مطبوعاتي دفتر د ياد خبر په تاييد سره ويلي چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو د وژلو اصلي طراح و.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام