د بغلان د ولایتي شورا غړی سمېع‌الله ناظر وايي، د دغه ولایت د دوشي ولسوالي د «کیله‌ګي ښوونځي» په سیمه کې د ولسي جرګې د پخواني غړي او د اسماعیلیانو د خلکو شورا د عمومي رییس سیدداوود نادري پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې او ورپسې د طالبانو له کمین سره مخ شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د نادري څلور ساتونکي وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. هغه زیاتوي، دا پېښه نن غرمه هغه مهال شوې چې سیدداوود نادري د اسماعیلیانو له یوشمېر نورو مشرانو سره پلخمري ښار ته راشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بغلان د ولایتي شورا دغه غړی وايي، په پېښه کې نوموړي ته زیان نه دی اوښتی او بېرته دوشي ولسوالي ته ګرځېدلی دی. هغه زیاتوي چې ټول امنیتي مسوولانو ته یې د سفر په اړه خبر ورکړی و، خو هغوی یې د امنیت په ټینګښت کې بې‌پروايي کړې ده.

په همدې حال کې امنیتي سرچینې وايي چې طالبانو د سیدداوود نادري د ساتونکو وسلې او تجهیزات وړي او د نوموړي د خپل سفر په اړه هم امنیتي ادارو ته څه نه و ویلي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ومو غوښتل چې په دې اړه د بغلان د امنیتي او محلي مسوولانو نظر هم واخلو، خو هغوی په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نه شول.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام