سلام‌وطندار ته په لاس ورغلی یو مکتوب ښيي چې د بغلان امنیه قوماندان «له طالبانو سره د امنیتي ځواکونو پر وړاندې ترهګریزو بریدونو کې» همکاري کړې ده.

په دغه مکتوب کې چې د روانې لمریزې میاشتې په پنځلسمه نېټه د کورنیو چارو وزارت د پلان او اوپراسیون ریاست له لوري د بغلان د امنیې قومانداني امنیتي معاونیت ته لېږل شوی، په نامستقیم ډول لیکل شوي چې په بغلان کې د طالبانو د استخباراتو مسوول «قاري ظاهر» په دغه ولایت کې د ترهګریزو بریدونو لپاره د بغلان له امنیه قوماندان څخه همکاري غوښتې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په دغه مکتوب کې روښانه شوې چې د بغلان امنیه قوماندان د طالبانو د استخباراتو د مسوول د اړیکې په ځواب کې ویلي چې د جګړې مشري د ملي اردو ځواکونو پر غاړه ده او «دی د دې همکارۍ او د ترهګريزو بریدونو لپاره د اسانتیا برابرولو وسه نه لري.»

د دغه مکتوب پر بنسټ، د بغلان لپاره د طالبانو نومول شوی والي «مولوي نثار» په دهنه‌غوري کې د دې ډلې ولسوال ته لارښوونه کړې چې یو هاموې ټانګ له چاودېدونکو توکو ډک او په وسیله یې د دغه ښار پر دویمې حوزې د موټربم ترڅنګ، ډله‌ييز بریدونه هم وکړي.



دغه راز، په مکتوب کې لیکل شوي چې د طالب ډلې د استخباراتو مسوول ته ته هم لارښوونه شې چې دوه هاموې ټانګونه له چاودېدونکو توکو ډک کړي او یو یې مزارشریف ښار ته په ننوتونکې دروازه کې او بل هم له درې ځانمرګو سره د سمنټ‌خانې پر غونډۍ چاودنې ورکړي او ورسره هم‌مهاله یرغلیز بریدونه هم وکړي.

په بغلان کې امنیتي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط سلام‌وطندار ته د دغه مکتوب سموالی تاییدوي او وايي، یاد مکتوب دوی ته هم رسېدلی دی. سرچینې زیاتوي چې دوی د طالب ترهګرې ډلې له لوري د موټربم برید او نورو پلانونو په اړه خبر شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د سرچینو په وینا، یاد مکتوب د اجراآتو په موخه له کورنیو چارو وزارت څخه د بغلان امنیې قومانداني ته لېږل شوی او د دغې قومانداني د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر هم لاسلیک کړی دی.

سرچینې په ترهګریزو بریدونو کې د بغلان د امنیه قوماندان لاس لرل او له طالب ډلې سره یې همکاري هم د احتمال وړ بولي او وايي، څومره چې دوی امنیه قوماندان پېژني او څو ځله یې په ورته معاملو کې لاس لرلو ته په کتو، لرې نه ده چې طالب ډلې ته یې هم د بریدونو اسانتیاوې برابرې کړې وي.

خو د بغلان امنیه قوماندان سیداشرف سادات له سلام‌وطندار سره په خبرو کې د یاد مکتوب په اړه بې‌خبري ښيي. هغه د دغه مکتوب سموالی هم ردوي او د دښمن توطیه یې بولي. نوموړی وايي، تل د ترهګرو او د هغوی د دسیسو پر وړاندې مبارزې ته ژمن پاتې شوی، «د دښمن توطیه ده، کله چې موږ په نظام کې واوسو، کله چې له طالب سره جګړه وکړو، ایا پر دې توطیې باور کوئ؟»

کورنیو چارو وزارت په دې برخه کې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې، خو د امنیتي سکټور ویاند اجمل عمر شینواری په ترهګریزو بریدونو او له طالبانو سره د بغلان د امنیه قوماندان لاس لرل ردوي.

تر دې مخکې یو بل مکتوب چې سلام‌وطندار ته رسېدلی و، هم ښودل چې د بغلان د ولایتي ادارې د نه پام له کبله محلي مسوولانو د دغه ولایت برکه ولسوالي له کومې نښتې پرته طالبانو ته پرېښې او نهرین ولسوالي ته تللي دي.

د راپورونو پر بنسټ، د طالب ډلې د بریدونو له زیاتوالي او په بېلابېلو ولایتونو کې د یوشمېر ولسوالیو له نیول کېدو وروسته، بغلان هم د هغو ولایتونو له ډلې یو دی چې یوشمېر ولسوالۍ یې طالبانو ته په لاس ورغلي او د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په‌کې جګړې زور اخیستی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام