هغه سند چې سلام‌وطندار رادیو ترلاسه کړی ښيي چې د بورکې ولسوالي سیمه‌ییز چارواکي د حکومت د نه پاملرنې له امله دا ولسوالي له جګړې پرته وسله‌والو طالبانو ته پرېیښې او په نهرین ولسوالي کې ځای پر ځای شوي دي.

د بغلان ولایتي شورا رییس محمد صفدر محسني وايي چې طالب جنګیالیو تېره شپه د بورکې ولسوالي په بشپړه توګه تر خپلې ولکې لاندې راوستې ده.

د دې ترڅنګ، امنیتي ځواکونو د مرکزي بغلان ولسوالي کې دوه پوستې پرېښي او د کندز ولایت ته تللي چې له دې سره وسله‌والو طالبانو د بغلان- کندز لویه لار تر خپل کنټرول لاندې راوستې او په دغه لار کې د دې ډلې اړوندو وسله‌والو حضور پراخ شوی دی.

 د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌‌پاڼه وڅارئ

د بغلان دوه تنه اوسېدونکي موسی او فرید وايي چې د پلخمري ښار له سقوط سره مخ دی او د ناامنۍ له امله ځینې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي. دوی له مرکزي حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د بغلان ولایت امنیتي وضعیت ته دې جدي پام وکړي او د دغه ولایت امنیت دې ټينګ کړي.

امنیتي سرچینې وايي، د روژې میاشتې له پېل راهیسې په بغلان ولایت کې د وسله‌والو طالبانو او امنیتي ځواکونو د نښتو په پایله کې تر۵۰ ډېرو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو د بغلان ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت د وسله‌والو طالبانو له لوري د دې ولایت د بورکې ولسوالي نیول تائیدوي او وايي، دولتي ځواکونو تکتیکي شاه تګ کړی او د دې ولسوالي د بېرته نیولو لپاره به پوځي عملیات پېل کړي.



بل لور ته د لغمان په الینګار، الیشنګ او دولت شاه ولسوالیو کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وايي، د دې جګړو په پایله کې د طالبانو د ډل‌مشرانو په ګډون د دې ډلې ۸۰ جنګیالي وژل شوي او ۵۰ تنه نور یې ټپیان دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه  په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د دې ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د مرستندویه ځواکونو په رسېدو سره به د طالبانو پر وړاندې به د دوی عملیات پراخ شي. په ولسي جرګه کې د لغمان ولایت د خلکو استازي وايي، د حکومت د نه پاملرنې له امله جګړه د ښار منځته رارسېدلې او د طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام