ننګرهار کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار سپین غر ولسوالي کې محلي سرچينې سلام‌وطندار ته وايي چې د دې ولسوالي په شډل سیمه کې د امنیتي ځواکونو او عامو خلکو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.

د سرچینې په وینا، دغه نښته نن له غرمې مخکې هغه مهال رامنځته شوه چې امنیتي ځواکونو په شډل سیمه کې د خلکو کرل شوي کوکنار له‌منځه وړل.

کندهار کې د کابینې ناسته او چارواکو ته د هبت‌الله اخند‌زاده لارښوونې

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په یاده ناسته کې د اسلامي امارت مشر هبت‌الله اخند‌زاده د سرپرست حکومت وزیرانو او مسوولانو ته د ادارو کارونو او د اسلامي امارت د پیاوړتیا سربېره، د نظم راوستلو او ستونزو هواري په برخه کې اړینې توصیې او لارښوونې کړې دي.

غني: هڅه کوو د جګړې د پراختیا او افغانانو د وژنې مخه ونیسو

ولسمشر محمداشراف غني په هېواد کې د روان وضعیت په اړه ملت ته په یوه ویډیویي پیغام کې وویل، اجازه نه ورکوي د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنې له منځه لاړې شي او هڅه کوي په هېواد کې د روانې جګړې او د بې ګناه افغانانو د وژنې مخه ونیسي. هغه په هېواد کې روانه جګړه پر افغانانو تحمیل شوې وبلله.

عمرخوړلی عبدالمالک چې جګړې ړوند او بیا بې‌کوره کړ

عمرخوړلی عبدالمالک چې څېرې یې له غم او درده ګونځې کړي او جګړې له کندوزه کابل ته را کډه کړی وايي، څه موده وړاندې یې پر کور یو ړوند راکېټ ولګېد چې له کبله یې سترګې ړندې او کور یې هم ویجاړ شو. عبدالمالک اوس له کورنۍ سره د کابل په سرای‌شمالي کې د سړک پر سر اوسېږي او له درد او بې‌وسۍ ډکې شپې او ورځې تېروي.

امریکا: د طالبانو د یرغل او تاوتریخوالي پر وړاندې د درېدو وخت رارسېدلی

د سپینې ماڼې ویانده جن ساکي وایي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، هغه وخت رارسېدلی چې د طالبانو د تاوتریخوالي او تیري پر وړاندې ودرېږو او افغان دولت د بریا لپاره خلک او امنیتي ځواکونه لري چې ښه روزل شوي او د طالبانو پر وړاندې د درېدو لپاره کافي تجهیزات په واک لري.

د ختیځو ولایتونو دیني عالمانو افغان امنیتي ځواکونو ته وینه ورکړه

د ننګرهار ولایت په مرکز جلال‌اباد ښار کې نن د ختیځو ولایتونو ګڼ‌شمېر دیني عالمانو د یوې غونډې پر مهال د طالبانو پر وړاندې جګړه کې ټپي شویو افغان سرتېرو ته وینه ورکړه. دیني عالمانو په دغه غونډه کې روانې جګړې او ناامنۍ وغندلې او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې له جګړو لاس واخلي.

میدان وردک کې پر مسافر وړونکي موټر د برید له امله ۵کسان وژل شوي

په میدان وردک ولایت کې د ملکیان پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون پنځه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه فلانکوچ ډوله موټر چې نن سهار له دایکندي څخه کابل ولایت ته پر لار وو، میدان ښار ته نږدې د دویم نمبر لارې په اوږدو کې تر برید لاندې راغلي چې له امله یې دغه مرګ‌ژوبله رامنځ ته شوې ده.

هرات کې د طالبانو پر ضد د خلکو «الله اکبر» ناره او د افغان ځواکونو پرمختګ

بېګاه شپه د هرات ښار اوسېدونکي د خپلو کورونو بامونو ته پورته شول او د «الله اکبر» نعارو په وهلو سره یې له امنیتي ځواکونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ. د هرات ښار اوسېدونکو د الله اکبر نعارو په پورته کولو سره، طالبانو ته دا پیغام ورساوه چې هرات کې د دوی لپاره ځای نشته او دغه ښار دوی نه شي زغملی.