پکتیا ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو بېګاه شپه یو ۲۵کلن ځوان په ډزو وژلی او یو بل کس یې ټپي کړی دی.

د پکتیا د امنیې قومنداني مسوولان وايي چې بېګاه شپه د دغه ولایت په سیدکرم ولسوالي کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري یو ۲۵ کلن ځوان وژل شوی او یو بل کس ټپي شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یاد ولایت د امنیې قومنداني ویاند عمر بدري سلام‌وطندار ته ویلي چې پېښه بېګاه ناوخته شوې او ناپيژنده وسله‌وال د عبدالله په نوم یو کس وژلی دی.

د بدري په وینا، د پېښې ټپي شوی کس د امنیتي ځواکونو له لوري روغتون ته لېږدول شوی او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی. په همدې حال کې د امنیې قومنداني د ویاند په وینا، د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې عاملان ونیول شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه پېښه داسې مهال کېږي چې د پکتیا ولایت په ګډون د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ناپېژنده وسله‌والو له لوري وژنې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام