پکتيا کې يوشمېر ښځې له اوسني نظام څخه غواړي چې د تېر په څېر ښځينه پوليسو ته په ځينو ادارو کې د اړتیا پر بنسټ دندې ورکړي. دغه ښځې وايي چې ډېری وختونه د پېژندپاڼو او پاسپورټونو د اخيستو او نورو ملکي ادارو ته د ورتګ پر مهال ښځينه پولیسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي.

د پکتيا اوسېدونکې پلوشه وايي، حکومت او د اوسني وخت ضرورت دی چې په ځينو ادارو کې د نورو ښځو د عزت لپاره مېرمنې په دندو وګوماري. نوموړې زیاتوي چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی چې بېلابېلو دودونه او رواجونه لري او د اسلامي ارزښتونو او افغاني ټولنې د دودونو او د خلکو د عزت خوندیتوب لپاره باید ښځینه پولیسو ته په امنیتي او نورو ادارو کې ځای ورکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

يوه بله مېرمن زرينه وايي، د ښځينه پوليسو اړتيا ډېره زياته ليدل کېږي، خو هغه وايي چې دلته تر ټولو غټه ستونزه دا ده چې زياتې کورنۍ نه غواړي، ښځينه غړي يې په امنيتي برخه کې دندې ترسره کړي.

زرينه په نورو کورنيو غږ کوي چې په دې برخه کې د نورو مېرمنو د ستونزو د حل او عزت لپاره همکاري وکړي. هغه زیاتوي، که چېرته اسلامي امارت او کورنۍ خپلو لوڼو ته اجازه ورکړي چې په امنیتي برخه کې کار وکړي، دا به له یوه پلوه ټولنې ته خدمت وي او له بل لوري به د خپلو خویندو ترڅنګ په امنیتي او نورو برخو کې اسانتیاوې رامنځ ته کړي.

د پکتيا محلي مسوولان هم دا مني چې په يو‌شمېر ادارو کې ښځينه پوليسو ته زياته اړتيا ليدل کېږي چې د نورو مېرمنو پلټه یا هم تلاشي وکړي.

د پکتيا د اطلاعات او فرهنګ رئيس خالقيار احمدزی وايي، د تېر نظام يو‌شمېر ښځينه کارکوونکې له دندو نه دي لرې شوي، خو تر اوسه خپلو دندو ته نه دي راغلي.

نوموړی وايي چې مرکزي اداره به د دې پرېکړه کوي. هغه سلام‌وطندار ته وویل، «هڅه کېږي چې د خوندي چاپېريال په برابرولو سره د يو ښه میکانيزم له رامنځته کولو وروسته، دوی اړوند خپلو دندو ته راوغوښتل شي. په دې اړه به وروستۍ پرېکړه مرکزي اداره کوي، تر اوسه واضح پاليسې موږ ته په دې اړه نده رسېدلې. کله چې مرکزي اداره پرېکړه وکړې، نو له هغه وروسته به په محلي کچه ولايتي اداره پرېکړه کوي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ 

د مخکیني جمهوري نظام پر مهال پکتيا کې شاوخوا ۳۰ ښځينه پوليسو دندې درلودي او په هغو ځايونو کې یې دندې سرته رسولې چې د نورو مېرمنو تګ راتګ به زيات وو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام