د سمنګان والي مولوي عبدالرحمان کندوزی پرون ماښام د دغه ولایت په مقام کې د مرستندویه ادارو له مسوولانو سره په یوه بیړنۍ ناسته کې ویلي چې مرستندویه ادارې دې ژرترژره کور په کور سروې پیل کړي، څو اړمنو کورنیو ته ژمنۍ مرستې ورسېږي.

هغه په دې ناسته کې د ښځو د فعالیت اجازه هم ورکړې او ویلي یې دي چې پر اړمنو د عادلانه وېش لپاره د ښځو ګډون مهم دی، خو په وینا یې، باید اسلامي حجاب په پام کې ونیسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سمنګان والي ویلي: «ښځې کولای شي د خپلو ورونو ترڅنګ خلکو ته د خدمت په موخه کار وکړي؛ خو دغه بنسټونه باید د هغوی د فزیکي خوندیتوب ډاډ ورکړي.»

په همدې حال کې مرستندویه بنسټونو د سمنګان د والي دغه کار ستایلی  او ویلي یې دي چې ډېر ژر به یوشمېر ښځې په خپلو ډلو کې شاملې کړي. د دغو بنسټونو مسوولانو زیاته کړې چې ډېرې مرستې ورسره دي او له سروې وروسته به یې پر خلکو ووېشي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام