د افغان ښځو او بشر حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د یوشمېر اسلامي هېوادونو له سفیرانو سره لیدلي او ویلي یې دي چې په دې لیدنه کې هوکړه شوې، څو «اسلامي نړۍ د افغان ښځو او نجونو له حقونو دفاع وکړي.»

مېرمن امیري پرون پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د اسلامي امارت سیاستونه چې ښځې او نجونې له زده‌کړو او کار څخه محروموي، په هېڅ اسلامي هېواد کې یې ساری نه لیدل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت په راتلو سره د نجونو ښوونځي وتړل شول او ټاکل شوې وه چې د روان کال د وري میاشتې په درېیمه د اسلامي امارت له لوري پرانستل شي، خو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې د نجونو د منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې پاتې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام