د ملګرو‌ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسلامي امارت له لوري  د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځيو د پرانیستلو له اعلان څخه هر کلی کړی دی.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند عزیز‌احمد ریان پرون له رویټرز  سره په یوې مرکه کې ویلي چې راتلوونکی لمریز کال به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش نن  د اسلامي امارت د یاد اعلان هر کړی او ټینګار یې کړی چې دا باید تصویب او عملي شي. ګوترېش ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ باید د زده‌کړو ټولې دروازې خلاصې وي، څو د خپل ظرفیت لوړولو لپاره زده‌کړې وکړي.

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ويلي، د نجونو او هلکانو ټولګي به بېل وي او نجونو ته به یوازې ښځینه ښوونکې درس ورکوي.

خو نوموړي زیاته کړې، د هېواد په ځینو برخو کې چې ښوونکې نه وي، د پاخه عمر نارینه به اجازه ولري چې نجونو ته درس ورکړي.

اسلامي امارت د تېر کال اګست په میاشت کې واک ته ورسېدل او سره له دې چې د واکمنۍ یې څه باندې ۶ میاشتې تېرېږي، تر اوسه  یې حکومت هېڅ هېواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت نه دی پېژندلی.

نجونو او ښځو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول، له اسلامي امارت څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

اسلامي امارت په داسې حال کې د نجونو او هلکانو لپاره د ښوونځیو د پرانیستلو خبر ورکوي چې تازه ملګرو‌ملتونو په افغانستان کې خپل ماموریت او له دې هېواد سره په رسمي توګه د خپلو اړیکو د ټينګولو لپاره یو پریکړه‌لیک منظور کړ.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام