امریکا: د نجونو ښوونځیو نه پرانستل به د ا.ا او نړۍ پر اړیکو اغېز وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي. د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

توماس وېسټ له کرزي سره د ښوونځیو پر بیاپرانستلو خبرې کړي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي.  د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.

ګوټرېش: د نجونو ښوونځیو تړل‌کېدل افغانستان ته زیان رسوي

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دغه اقدام د بشر حقونو نقض دی چې ټول هېواد ترې زیان ویني.

د ملګرو ملتونو سرمنشي نن پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغان نجونو او ښځو له حقونو ملاتړ، ماشومانو له لوږې او ټولنه له بې‌وزلۍ ژغورلی شي.

د نجونو ښوونځیو تړل پاتې‌کېدو ته د قطر او ملګروملتونو غبرګونونه

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نجونو ښوونځيو د تړل پاتې‌کېدو په غبرګون کې یوه خبرپاڼه خپره کړې ده. په خبرپاڼه کې دغه هېواد د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانستلو نېټې ځنډولو په اړه خپله خواشیني او ناهیلي څرګنده کړې ده.