د افغانستان لپاره د امریکا ځانکړی استازی وایي چې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې د نجونو ښوونځیو پر بیاپرانستلو او د افغانستان د راتلونکې د ټاکلو لپاره د یوه مشورتي پروګرام د جوړولو اړتیا په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي: «مونږ له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانستلو ته د افغانانو د تمایل او همداراز د دغه هېواد د راتلونکې د ټاکلو په برخه کې د یوه ملي مشورتي بهیر په اړه خبرې وکړې.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

له دې وړاندې هم ټوماس وېسټ، د اسلامي امارت له لوري د منځنیو او لېسې دورې د نجونو ښوونځیو د تړلي پاتې کېدو په غبرګون کې دغه پرېکړه، له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره خیانت بللی و.

 د نوموړي په وینا، له میلیونونو کورنیو سره یوځای کېږي چې د اسلامي امارت له پرېکړې څخه خپله ژوره ناهیلي څرګنده کړي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له اسلامي امارت څخه په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستلو غوښتنه کړې وه او ویلي و چې د یوه پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د نجونو زده‌کوونکو لپاره د زده‌کړو لاره پرانیزي.

کرزي ټينګار کړی و، اسلامي امارت باید هغې پردۍ طرحې ته د پلي کېدو اجازه ورنه کړي چې له مخې یې، له زده‌کړو محروم، اړ او تر لاس لاندې افغانستان غواړي. واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته، د زمري په څلورویشتمه د نجونو ښوونځي وتړل شول.

اسلامي امارت په لومړیو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو اجازه ورکړه، خو وروسته یې ژمنه وکړه چې په راتلونکي نوي ښوونیز کال کې به ټول ښوونځي پرانیزي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه چې له میاشتو ځنډ وروسته د نجونو ښوونځي د روان کال د وري په درېیمه پرانستل شي؛ خو د پوهنې وزارت په هماغه ورځ اعلان وکړ چې د نجونو منځنۍ او لېسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلي پاتې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام