له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو تړل پاتېدو پرېکړې ته د غبرګونونو پر دوام د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکېن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که چېرته دغه پرېکړه ژر تر ژر لغوه نه‌شي، له نړۍ سره به د اسلامي امارت اړیکې زیان وویني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټينګار کړی چې ښوونه یو بشري حق دی او امریکا د اسلامي امارت هغه پلمې چې د ښوونځیو د بیاپرانستلو په برخه کې د خپلو ژمنو عملي کولو لپاره کوي، په کلکه ردوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

بلنکېن زیاته کړې: «که چېرته د اسلامي امارت دغه پرېکړه ژر تر ژره لغوه نشي، اقتصادي ودې ته د افغانانو هیلې او له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې به په ژوره توګه زیانمنې شي.»

نوموړي ټينګار کړی چې د افغان نجونو او د دوی له کورنیو سره څنګ په څنګ ولاړ دی.

په همدې حال کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ پر خپل ټوېټرپاڼه لیکلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدل له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره د کړیو ژمنو پر وړاندې خیانت دی.

د امریکا ځانګړي استازي له اسلامي امارت څخه غوښتي چې د هېواد د راتلونکې او له نړۍ سره د اړیکو لپار دې پر خپلو کړیو ژمنو عمل وکړي.

د نجونو ښوونځي د تېرکال له زمري میاشتې له کلنه چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړل، تړل شوي دي. اسلامي امارت په لومړیو کې له لومړي تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځیو بیاپرانستلو ته اجازه ورکړه او وروسته یې ژمنه وکړه چې په راتلونکي نوي کال کې به د نجونو او هلکانو ټول ښوونځي پرانیزي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې وه چې د نجونو ښوونځي له میاشتو ځنډ وروسته پرون بېرته پرانستل شي، خو د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د نجونو منځني او لیسې دورې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلې وي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام