Asset 1SWN

د چین سفیر سراج‌الدین حقاني ته: د افغانستان کورنیو چارو کې د لاسوهنې هېڅ اراده نه لرو

IMG-20230918-WA0022-qclptmfz5aktwgqfih1t4f771lx10irgub46vnctjc

له هغه وروسته چې افغانستان کې پخوانی اسلامي جمهوریت ړنګ او ا.ا واک ته ورسېد، چین د هغو ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې یو و چې له ا.ا سره یې اړیکه ټینګه او تر اوسه یې دوام ورکړی دی. که څه هم چین تر اوسه ا.ا په رسمیت نه‌دی پېژندلی، خو دواړو لوریو په تېرو دوو کلونو کې هڅې کړي، څو خپلې اړیکې نه یوازې وساتي، بلکې لا یې پراخې کړي.

د افغانستان لپاره د چین نوي ګومارل شوي سفیر تازه د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سراج‌الدین حقاني سره لیدلي او ویلي یې دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو او نږدې اړیکو ساتل یې مسوولیت دی. هغه په یاده لیدنه کې ټینګار کړی چې هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې لپاره هېڅ ډول اراده نه لري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کورنیو چارو وزارت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د چین د سفیر جاو شینګ له قوله لیکل شوي: «افغانستان او چین یو د بل دوه ښه ګاونډیان دي. چین تل د افغانستان خپلواکۍ، عقایدو او کلتور ته بشپړ درناوی کړی دی.»

سراج‌الدین حقاني هم په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د چین چلن ستایلی دی. سیاسي شنونکي بیا باور لري چې د چین اقتصادي ګټې او موخې له افغانستان سره د دغه هېواد د اړیکو څرنګوالی ټاکي او چلن یې هم پر اقتصاد ور ټول دی.

د سیاسي چارو شنونکی ویس ناصري وايي: «چین د تېرو ۴۰ کلونو پر مهال هڅه کړې چې په افغانستان کې د هر حکومت او نظام په شتون کې د جګړې او شخړې ډګر کې په فزیکي ډول ونډه واخلي او په افغانستان کې یې یوازې خپلې سیاسي او اقتصادي ګټې څارلې دي.»

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د سیاسي چارو یو بل شنونکی ولي فروزان وايي: «چین ته دا ډېره مهمه ده چې کوم حکومت د څه ډول پالیسي له مخې یو هېواد اداره کوي. تر هغه چې چین کانونو ته لاسرسی ولري، نور څه ورته مهم نه‌دي.»

سره له دې چې د چین په ګډون یوشمېر هېوادونو په تېرو دوو کلونو کې هڅه کړې چې له اسلامي امارت سره اړیکې جوړې او ټینګې کړي، خو تر اوسه یو هېواد هم د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو ته نه‌دی تیار شوی. د یادونې ده چې اوس د سرپل د تېلو او د لوګر د مس‌عینکو کانونه د چینايي شرکتونو له لوري را اېستل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام