Asset 1SWN

شنونکي: پاکستان او چین افغانستان کې د خپلو ګټو په لټه کې دي

01000000-0aff-0242-b837-08db4e667de2_w1200_r1

د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په ګډون د اسلام‌اباد درې اړخیزه غونډه چې پرون شنبه د غويي ۱۶مه جوړه شوې وه، په‌کې د ا.ا سرپرست حکومت سره د اقتصادي همکاریو ژمنه وشوه.

دغه غونډه کې افغان خاورې څخه د چین او پاکستان د امنیتي اندېښنو پر له‌منځه وړلو هم ټینګار وشو.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دغې غونډې ته ویلي: «سیمه کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختیا، اتصال او سوکالۍ لپاره د افغانستان سوله او ثبات لاهم حیاتي اهمیت لري. مونږ له نورو شریکانو سره یوځای د یوه سوله‌ییز، باثباته، سوکاله او متحد افغانستان لپاره خپل کار ته دوام ورکوو.»

همدارنګه د چین بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ هم ویلي چې هېواد یې د اقتصادي بیارغونې په برخه کې افغانستان څخه ملاتړ ته چمتو دی.

هغه ویلي: «ا.ا د منځ‌لاري سیاست په غوره کولو سره دې افغانستان کې یو هر اړخیزه دولت رامنځته کړي او ګاونډیانو سره دې دوستانه اړیکې خوندي کړي.»

په ورته وخت کې د نړیوالو چارو کارپوهان وايي، چین او پاکستان د دغه ډول غونډو په جوړولو او د ا.ا چارواکو ته په بلنې ورکولو سره افغانستان کې د اقتصادي ګټو په لټه کې دي.

د نړیوالو مسایلو څېړونکو محمد اکرم عارفي وویل: «چین او پاکستان د افغانستان اقتصادي برخه کې د پانګونې او اقتصادي همکاريو په لټه کې دي. له پاکستان څخه منځنۍ اسیا او له هغه ځایه چین ته د افغانستان لارې پرانېستلو وروسته دغه غونډه هم د همدې لپاره جوړه شوې وه. ځینې پروژې شته چې چین ورته لېوالتیا لري او د پاکستان په ګټه دي او غواړي ا.ا دې ته راضي کړي چې دغه پروژې واخلي. چین لپاره امنیتي مسایل هم شته.»

په همدې حال کې د نړیوالو چارو یو بل کارپوه حبیب‌الله جعفري بیا په دې باور دی چې پاکستان او چین ته د خپلو سرحدونو امنیت لومړیتوب لري.

د نوموړي په وینا، پاکستان اندېښنه لري چې د پاکستاني طا لبانو مخه باید ونیول شي او چین هم افغانستان کې د داعش فعالیتونو په اړه اندېښمن دی جعفري همداراز زیاته کړه چې دواړه هېوادونه غواړي په یوه ډول ا.ا سره په یوه ډول دغه ګواښونه خنثي کړي.

خو د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي، د افغانستان، پاکستان او د چین بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزه غونډه د سرپرست حکومت فعاله ډیپلوماسي ښيي. هغه وویل، یاده غونډه کې د افغانستان واقعیتونو ته انعکاس ورکړل شوی دی.

نوموړي وویل: «دغه ناسته د سیمې ثبات او تفاهم او همداراز د ټرانزیټ، سوداګري، اقتصاد او ډيپلوماټیک تعامل برخه کې ښه ګام کېدای شي. ا.ا د هېواد واقعیتونه او د افغانانو غوښتنې دوی سره شریکې کړي. د سیمې ثبات د ستونزو حل کې یو مهم عنصر او همداراز هغو مسایلو کې چې د هېوادونو ملتونه یې غواړي مهم عنصر دی. د ا.ا له راتګ وروسته د افغانستان قلمرو او جغرافیه سراسري سولې او ثبات ته رسېدلې ده.»

د یادونې وړ ده چې د ا.ا د واکمنۍ نږدې دوو کلونو کې د سیمې په کچه د افغانستان په تړاو ګڼې غونډې شوي چې ټولو هغو کې افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت پر جوړېدو او تروریزم سره پر مبارزې ټینګار شوی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د اسلام‌اباد غونډه هم هند کې د شانګهای همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته ترسره شوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام