Asset 1SWN

تاشکند کې د افغانستان د ګاونډیانو د ځانګړو استازیو ناسته پیل شوه

20230307_112959-2048x1434-1-q35klk6oei6z6039s497tujge3bt2hwslz7iufioi0

د افغانستان وضعیت په اړه د دغه هېواد د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازیو ناسته نن سه‌شنبه د کب ۱۶مه د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې پیل شوې ده.

په دې ناسته کې د ازبکستان، چین، ایران، پاکستان، روسیې، تاجکستان او ترکمنستان هېوادونو استازي ګډون لري.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یادې ناستې ګډونوال به د افغانستان اوسني وضعیت، ګډې همکارۍ او دغه هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبت ټینګښت په اړه خبرې او بحث وکړي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت دې ناسته کې د اسلامي امارت د استازیو د ګډون په اړه څه نه دي ویلي. د اسلامي امارت چارواکو هم تراوسه په دې تړاو خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د راپورونو پر بنسټ، په روان ۲۰۲۳ کال د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړې ناسته ده چې جوړېږي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له دې وړاندې هم د افغانستان ګاونډیو هېوادونو دغه هېواد کې د روان وضعیت په اړه ناستې جوړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام