د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د دغه هېواد کانګرېس ته په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان ګاونډیو د ځینو اندېښنو له کبله دغه هېواد سره ټرانزیټ او سوداګري محدوده کړې ده.

د سیګار په راپور کې راغلي چې د افغانستان ګاونډیان سرحدونو کې د امنیت، جرمي فعالیتونو او سیاسي ناارامي په اړه اندېښنې لري او له همدې کبله یې دغه هېواد سره سوداګري کمه کړې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

سیګار په دغه راپور کې ویلي چې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې افغانستان ته او له دغه هېواده بهر د توکو د لېږد رالېږد کچه له ۴۰ تر ۵۰سلنې کمه شوې ده.

په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان د ګاونډیو هېوادونو له لوري د ټرانزیټ او سوداګرۍ کچې راکمېدل، ښه نه بولي او د منفي پایلو په اړه یې خبرداری ورکوي.

دوی زیاتوي چې په دغه محدودیت سره د افغانستان د سوداګرۍ او ټرانزیټ ونډه خرابه شوې او د صادراتو او وارداتو کچه یې هم راکمېدای شي.

د اقتصادي کارپوهانو په باور نړیوالو بازارونو ته د افغان سوداګرو نه لاسرسی او په اقتصادي برخه کې د سیمې په کچه د همکاري او تعامل نشتون، د یاد محدودیت له امله بولي.

د اقتصادي چارو کارپوهان ټينګار کوي، که دغه محدودیتونه له‌منځه لاړ نه‌شي، افغانستان به له یوه اقتصادي ناورین سره مخ شي. دوی نړۍ سره د اسلامي امارت تعامل د یادې ستونزې د حل یوازینۍ لار  ګڼي.

بل‌خوا د اسلامي امارت مسوولان بیا وايي چې پر ګاونډیو د امریکا له لوري فشار دغه هېوادونه اړ کړي چې سوداګرۍ او ټرانزیټي محدودیتونه ولګوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احمد جواد دبیر سلام‌وطندار ته ویلي چې د افغانستان ګاونډي هېوادونه د امریکا له لوري د لګول شویو بندیزونو په اړه په احتیاط ګام اخلي.

دا په داسې مهال ده چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره د تېرو کلونو په پرتله له هېواده بهر د صادراتو کچه لوړه شوې ده.

د سلام‌وطندار ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، افغانستان په تېر کال کې ۸۵۰ میلیونه ډالر صادرات درلودل چې د اسلامي امارت په واکمنېدو سره دغه شمېرې یو ملیارډ او ۳۶۴ میلیونه ډالرو ته لوړې شوې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام