
فطرت: افغانستان کې د داعش حضور پراخ ښودل شوی
د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار د امریکا کانګرېس ته په خپل شپږشپیتم راپور کې ویلي، په افغانستان کې د داعش، د پاکستان د طالبانو تحریک یا ټيټيپي او القاعدې موجودیت د اندېښنې وړ بللی دی. سیګار ویلي، ترهګرو ډلو په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی او داعش هم د دغه هېواد او سیمهييزو ثبات پر وړاندې «مهم ګواښ» دی.





