د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار مشر جان ساپکو پرون ویلي چې په افغانستان کې د مرستهکوونکو هېوادونو د ډیپلوماټیک او نظامي حضور نشتون سره په هغه هېواد کې د بهرنیو مرستو د ضایع کېدو ګواښ شته.

ښاغلي ساپکو د اتلانټیک شورا په یوه انلاین بحث کې د خبرو پر مهال ویلي، که چېرې له افغانستان سره د نړیوالو پر مرستو سمه څارنه ونه شي دا خطر شته چې مرستې مستحقو کسانو ته له رسېدو مخکې حیف او میل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جان ساپکو په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره مرستو ته په اشارې ویلي، امریکا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۶ میلیارده ډالر ولګول چې شاوخوا ۳۰ سلنه یې بیځایه یا هم غلا شول.

ساپکو ویلي: ” که د نړۍ ټولې پیسې افغانستان ته ولېږل شي، د دې پر ځای چې دا پیسې اړمنو کسانو ته ورسېږي د طالبانو رژیم او یا هم نورو بدو لوبغاړو په لاس ورشي، دا به یوه تراژیدي وي.”

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې له افغانستان سره د مرستو لپاره یو لړ وړاندیزونه کړي او ویلي چې د مرستو لپاره باید روښانه هدف وي، د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په شان هر سازمان چې د امریکا مرستې ترلاسه کوي باید رونټوب ولري، د مرستو د لګولو په اړه وضاحت وي، د مرستو د بیځایه لګېدو د مخنیوي لارې چارې موجودې وي او ددغو مرستو د پایلو د معلومولو لپاره روښانه معیارونه شتون ولري.

ساپکو وویل امریکا واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته له افغانستان سره یو ستر مرسته کوونکی هیواد دی چې تر اوسه یې د شاوخوا اوه سوه و اتیا میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړېده.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ساپکو د سیګار تېرو راپورونو ته په اشارې زیاته کړې چې د کافي نظارت نشتون او په افغانستان کې د وضعیت بدلون ته  نه پام سره افغانانو ته د مرستو په رسېدو کې جفا شوې ده.

د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې داسې حال کې له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په دې څارنې ټینګار کوي چې ملګرو ملتونو د جنوري میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د بشري ناروین د مخینوي‌ په موخه د شاوخوا څلور اعشاریه څلورو میلیاردو ډالرو غوښتنه وکړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام