د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې کله چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۴.۴ میلیونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې دغه شمېر ۱۸.۴ میلیونه وه.
سیګار ویلي چې سخته وچکالي او د اوکراین جګړه به د خوراکي او سون توکو پر بیو هم اغېز وکړي او په افغانستان کې به بشري وضعیت نور هم خراب کړي. اوس په سلو کې ۷۰سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو خوراکي توکو د پوره کولو توان نهلري.
په راپور کې د خوړو نړیوال پروګرام په حواله لیکل شوي چې له ۸.۲۲ میلیون څخه ډېر افغانان چې د خوړو سخت ناورین سره مخ دي، په ۲۰۲۲ کال کې هم له اته میلیونو څخه ډېر خلک به د قحطۍ له سخت ګواښ سره مخ وي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې ۳.۲ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له سخت ګواښ سره مخ دي او که ژر تر ژره اقدام و نه شي، تر ۲۰۲۲ کال پورې به یو میلیون ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.
سیګار ټینکار کړی چې په افغانستان کې د بشري ناورین په زیاتېدو سره یوشمېر افغانان د خپل بدن د ځینو غړیو پلورلو ته اړ شوي او همداراز، یوشمېر کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو لپاره خپل ماشومان پلوري.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راپور پر بنسټ، مرستندویه سازمانونو وړاندوینه کړې چې په افغانستان کې به د خوړو کمښت، وچکالي او د ساري ناروغیو خپرېدل زیات شي او دغه وضعیت به په ښاري سیمو هم اغېز وکړي.