سیګار: په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابېدو دی

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې یا سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي چې په تېرو درېوو میاشتو کې په افغانستان کې بشري وضعیت خراب شوی دی. په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۱ کال په اګېسټ میاشت کې کله چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړ، بشري مرستو ته د اړتیا وړ کسانو شمېر ۲۴.۴ میلیونو ته لوړ شوی، په داسې حال کې چې تر دې مخکې دغه شمېر ۱۸.۴ میلیونه وه.