Asset 1SWN

د سېلابونو خبرداری؛ پېښو ته د رسېدو وزارت: درېوو ورځو کې اته کسان مړه شوي

1_bkyQWaPclNqsMmQu5a-BEQ

د اوبو او برښنا وزارت مسوولان د هېواد د سیندیزو حوزو په یوشمېر سیمو کې د اورښتونو او واورو د سېلابونو راوتلو او د اوبو کچې د لوړېدو په تړاو خبرداری ورکوي.

د یاد وزارت مسوولان سلام‌وطندار ته وايي، د روانې اوونۍ د سه‌شنبې تر ورځې د باران او واورې د اورښت له امله د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو سیمو کې د اوبو کچې د لوړېدو او سېلابونو راوتلو احتمال ډېر دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د اوبو او برښنا وزارت ویاند مطیع‌الله عابد سلام وطندار ته وویل: «امو، شمال، هریرود، هلمند او کابل کې د اورښتونو او سېلابونو راوتلو اټکل شوی. موږ د سیندیزو حوزو نږدې اوسېدونکو څخه غواړو چې د سېلابونو راوتلو پرمهال د سیندونو له غاړو لرې شي او د سېلابونو راوتلو پرمهال د لوړو سیمو اوسېدونکي دې د ټیټو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي، څو له تلفاتو مخنیوی وشي.»

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي، په تېرو درېیو ورځو کې په ۱۵ ولایتونو کې د سېلابونو له امله ۸ کسان مړي شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

د دغه وزارت ویاند محمدعبدالله جان سایق زیاتوي، په دغو سېلابونو کې د هستوګنې لسګونه کورونه په بشپړه او جزوي توګه ویجاړ شوي او ۲۰جریبه کرنیزه ځمکه هم له‌منځه تللې.

نوموړي وویل: «کندهار، روزگان، نورستان، بادغیس، غور،  ننگرهار، میدان‌وردګ، هرات، سمنگان، پنجشېر، لغمان، کونړ، بغلان، کندوز، سرپل او پروان ولایتونو کې د درېوو ورځو پرمهال اته کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي. ۱۴۰ هستوګنیز کورونه په بشړ او نیمه بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۲۰ جریبه ځمکه هم له‌منځه تللې.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت د شمېرو له مخې، په تېرو دوو اوونيو کې په ټول هېواد کې د سېلابونو د قربانيانو شمېر له سلو هم لوړ شوى دى.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام