د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وايي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې فیلیپو ګرانډي دا موضوع کابل ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې کړې ده.

دغه کمېشنر ویلي، که په افغانستان کې عامه خدمات او اقتصاد سقوط وکړي، دغه هېواد به له لا ډېر رنځ، بې‌ثباتۍ او بې‌ځایه کېدو سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید ژرترژره له افغانستان سره اړیکه ونیسي، څو په دغه هېواد کې د انساني ناورین مخه ونیولی شي. د فیلیپو ګرانډي په وینا، افغانستان کې انساني ناورین به نه یوازې د سیمې، بلکې د نړۍ په کچه هم بدې پایلې ولري.

نوموړي د هېواد په دننه او بهر کې د بې‌ځایه شویو افغانانو د بیړني ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې تر اوسه له درې‌نیم میلیونه ډېر کسان له خپلو مېنو بې‌ځایه شوي دي. یوازې په روان کال کې ۶۳۰ زره کسان له خپلو کورونو بې‌ځایه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنر ویلي چې اوس په افغانستان کې له ۱۸ میلیونه ډېر کسان بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري. دغه سازمان تر دې مخکې ویلي و چې په هرو درېوو افغانانو کې یو یې نه پوهېږي چې د راتلونکي یوه وخت ډوډۍ له کومه کړي.

یوناما خبرداری ورکړی له پنځو کلونو د کم‌عمره ماشومانو نږدې نیمايي برخه به په راتلونکو دولس میاشتو کې له سختې خوارځواکۍ سره مخ شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام